منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په تخار کې ډله ييز قبر وموندل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

تالقان (پژواک ٢٨ تله ٩٠): د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته يو ډله ييز قبر وموندل شو.

د رستاق ولسوال معلم محمدحسن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد قبر نن (د تلې ٢٨مه) د سياب کلي په جوزخانه تپه کې هغه مهال خلکو وليد، چې له سيمې د خاورې پر وړلو بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې خلکو د دغه قبر له ليدو وروسته مسوولين خبر کړل او بيا پوليس سيمې ته راورسېدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه له خاورو ٢٠ کوپړۍ او يوه اندازه هډونه را اېستل شوي او کيندنه لا هم دوام لري.

د تخار د والي وياند فيض محمد پژواک ته وويل، چې اټکل کېږي په دغه قبر کې به سلګونه مړي ځاى پرځاى شوي وي.

هغه زياته کړه، چې د دغو مړو د را ايستو او څارنې لپاره يو پلاوى ګومارل شوى او دمګړۍ د مړو د پاتې شونو د لېږدولو په حال کې دي.

د تخار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمودالحسن پژواک اژانس ته وويل، چې تر دغه مهال نه ده جوته شوې، چې ياد مړي په کوم کال کې خښ شوي او پر کومې ډلې پورې يې تړوا درلود.

سرچينې په ډاګه کړه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ٣٢کلن محمدحليم پژواک ته وويل: ((د کور د اخېړ لپاره مو له غونډۍ څخه  خاور وړه، چې ناڅاپه د کوپړۍ هډوکي په يوم کې راغى.))

هغه وويل، چې له ځنډ پرته يې امنيتي ځواکونه خبر کړل او هغوى سيمه په خپل کنټرول کې راوسته.

د يادونې ده، چې په تخار کې دغه لومړى ډله ييز قبر دى، چې موندل کېږي