Language

ګردېز (پژواک ۲۸ تله ۹۰): د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار ۱۲ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک، چې له تېرې کنډو څخه پيل او ګردېز ښار ته رسېږي، د ټولګټو چارو وزارت له بوديجې د ٤ ميليونه او ٤٠٠زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او د تلې په ٢٨مه د دغه ولايت د والي جمعه خان همدرد له خوا رسماً پرانيستل شو.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د دغه سړک د پرانيستنې پر مهال وويل، چې تر اوسه يې ډېر سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو دغه سړک چې اوس ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي د ښار له مهمو سړکونو څخه دی.

ده وويل، ياد سړک د کابل له لوري ښار ته ننوتونکی دويم سړک دی، چې له امله به يې په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافيکي پېښو ګراف به هم راټيټ شي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې له مرستندويه سرچينو سره يې خبرې کړې او په راتلونکي کې به پر هغو سړکونو هم کارونه پيل کړي، چې اوس يې چارې په ټپه ولاړې دي.

دغه مهال د زرمت-ګردېز او زرمت-غزني تر منځ د پرتې لويې لار په ګډون د نورو کوچنيو سړکونو کارونه، چې پخوا پيل شوي، ولاړ دي.

د پکتيا د ټولګټو چارو رييس عبدالله دراني د تلې په ۲٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې په پکتيا کې ډېر سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي او نږدې سل کيلومتره سړک نور هم قير اچولو ته چمتو دى.

دی وايي، چې د دغو سړکونو ټولې ساختماني چارې بشپړې، پلونه، پولچکونه او استنادي دېوالونه يې جوړ شوي او په راتلونکي دوو کلونو کې به پاخه شي.

ده وويل، چې د مرستندويه موسسو له لوري ورسره ژمنې شوې، چې په پکتيا کې به په راتلونکو دوو کلونو کې نور سل کيلومتره سړکونه هم په اساسي ډول جوړوي.

 په دغو وروستيو کلونو کې د ګردېز د ښار په شمول په پکتيا کې ټول ۳۸۵ کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، خو ډېر خلک د دغو جوړو شويو سړکونو پر ناسم کيفيت نيوکې کوي.