کندهار ( پژواک د لړم لومړۍ نېټه، ٩٠ ) : د کندهار _ سپين بولدک ولسوالۍ پر لويه لاره په يوې ترافيکي پېښې کې يو تن مړ او د دوو مېرمنو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول .
پېښه نن تر غرمې وروسته د يادې شوې لارې د ود غره په سيمه کې د يوه سرف او مازدا موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، يو مازدا موټر، چې له سپين بولدک ولسوالۍ څخه د کندهار پر لور روان و، د ملکي وګړيو له يوه سرف موټر سره يې ټکر کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه پېښه کې يوتن مړ شوى او د دوو مېرمنو په ګډون پکې ٥ تنه ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دى.
د کندهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان هم پېښه تاييدوي او وايي، چې د ترافيکو رياست د څېړنې ډله يې د پېښې ځاى ته لېږلې او تر پلټنو وروسته به يې عاملينو ته له ترافيکي قانون سره سم سزار ورکړي.
نوموړي د ګڼ شمېر ترافيکي پېښو لامل بې احتياطي، تېز تګ او له ترافيکي قوانيونو بې خبري وښودله او ويې ويل، چې کېداى شي دا پېښه هم د بې احتياطۍ له امله شوې وي.
په دې وروستيو کې له کندهار څخه پر غځېدلو لويو لارو د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې، چې ډېرې د کندهار _ سپين بولدک پر لويه لاره رامنځته شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر وګړيو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ياده شوې لويه لاره سوداګريز ارزښت هم لري، چې هره ورځ ورباندې په سلګونو لوى او واړه موټر د سوداګريزو توکيو د لېږد لپاره پرې تګ راتګ کوي.










