کابل (پژواک ٢ لړم ٩٠): افغانستان د کرکټ د ٢٠ اوريزو نړيوالو سياليو په نړيواله ډلبندۍ کې په نهم نمبر راغلى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کرکټ د ٢٠ اوريزو نړيوالو سياليو ډلبندي نن د لړم په ٢مه، اعلان شوه، چې انګلستان په لومړي مقام کې ځاى لري.
په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوې ډلبندي له ٢٠٠٩ زېږديز کال راهيسې د ترسره شويو شل اوريزو نړيوالو سياليو پربنسټ جوړه شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ډلبندۍ له مخې انګلستان ١٢٧ نومرو سره لومړى، سريلانکار ١٢٦ نومرو سره دويم، نيوزيلينډ ١١٧ نومرو سره درېيم، سوېلي افريقا ١١٣ نومرو سره څلورم، هندوستان ١١٢ نومرو سره پنځم، اسټراليا ١١١ نومرو سره شپږم، پاکستان ٩٧ نومرو سره اووم، ويسټ انډيز ٨٩ نومرو سره اتم، افغانستان ٧٥ نومرو سره نهم او زمبابوى ٥٤ نومرو سره په لسم مقام کې ځاى لري.
بنګله دېش په لسو غوره هېوادونو کې ځاى نه دى موندلى.










