منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

يو افغان ځوان پر بايسکل درېيو هېوادونو ته سفر کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

غزني ښار (پژواک ٣ لړم ٩٠): د بايسکل ځغلونې ځوان افغان لوبغاړى جاوېد بهزاد له نشه يي توکيو سره د مبارزې د پيغام وړونکي په توګه د څلوېښتو اسيايي هېوادونو له ځوانانو سره يو ځاى پر بايسکل د درېيو اسيايي هېوادونو سفر پيلوي.

  بهزاد د لړم په درېيمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سفر به د لوى اختر په درېيمه د هرات له تور غونډۍ څخه پيلوي او ترکمنستان، قزاقستان او د روسيې پلازمېنې مسکو ته به ورځي.

 دى وايي، چې د څلوېښتو اسيايي هېوادونو څلوېښت ځوانان يې د سفر ملګري دي او هغوى هر يو د خپل هېواد په استازيتوب له ځان سره ځانګړى پيغام لري.

 ٢٣ کلن جاوېد بهزاد د هلمند د نهر سراج په ګرشک کې زېږېدلى او اوس په کابل کې اوسېږي.

 نوموړي يو نيم کال مخکې هم د نړۍ لسو هېوادونو ته پر بايسکل دوه جلا سفرونه لرل، چې په يوه نيمه مياشتني لومړي سفر کې يې ايران، ترکيه، بلغاريا، رومانيا، مجارستان، اطريش او جرمني وليدل.

 دويم سفر يې يوه مياشت وخت واخيست، چې له نيمروزه پيل شو او ايران، عربي امارات او سعودي عربستان يې وليدل؛ په دې دواړو سفرو کې يې د افغان ځوانانو په استازيتوب له نشې سره د مبارزې پيغام وړى و.

 جاوېد بهزاد تېره ورځ غزني ته راغلى و او له خبريالانو سره يې د ځانګړې ناستې پر مهال د خپل سفر موخې تشرېح کړې.

 هغه وايي، په تېره يوه نيمه مياشت کې په ٣٤ ولايتونو وګرځېد او له هر ولايته يې د ټول هېواد د استازي په توګه د سفر سلا او اجازه واخيسته.

 نوموړى زياتوي، چې تر دې مهاله حکومت مرسته نه ده ورسره کړې، بلکي ځينې ملي سوداګر يې ملاتړي دي.

  د غه په وينا، په تېرو دوو سفرو کې يې کومه ستونزه نه ده ليدلې، په هر هېواد کې ورسره ښه چلند شوى؛ خو يواځې په ايران کې ترې ډېرې پوښتنې کېدې او ستونزې يې ورته پيدا کولې.

 بهزاد د ټولو اسيايي او اروپايي هېوادونو له خلکو مننه کوي، چې په تېرو دوو سفرو کې يې ښه چلند ورسره کړى او د هغه ښه مېلمه پالنه يې کړې ده.

 دى وايي، تر سفر وړاندې د دوى لپاره ښه تيارى نيول کېږي، ځانګړي امنيتي کسان او امبولانس يې ملتيا کوي، د دمې ځانګړې ځايونه ورته په پام کې نيول شوي وي.

 هغه نړيوال پاسپورټ لري او هر ځاى ته چې وغواړي تلى شي؛ خو اوس يې پتېيلې، چې د ټول هېواد په استازيتوب نړيوال د نشه يي توکو له بدو پايلو خبر کړي.

 جاوېد بهزاد وايي، چې يواځې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى څانګې ورسره مرسته کړې او هغه يې هڅولى دى.

 نوموړى به درېيم سفر په شل ورځو کې بشپړوي او هلته به د څلوېښتو هېوادونو له ځوانانو سره يو ځاى د درېيو هېوادونو له ځوانانو سره ځانګړې ليدنې کوي.