منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حقجو د دويم ځل لپاره د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي د مشر په توګه و ټاکل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): محمد قربان حقجو د دويم ځل لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي د مشر په توګه و ټاکل شو .

محمد قربان حقجو ، چې په تېره درې کلنه دوره کې هم د دې خونې د عامل پلاوي د مشر په توګه پاتې شوى و، نن خبريالانوته وويل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي د ټاکنو په پايلو کې د يادې خونې په نوي  مديره پلاوي کې ١٢ تنه نوي کسان شامل دي او ٩ تنه نور يې پخواني غړي په خپل ځاى پاتې شوي دي .

ده د معلوماتو له مخې ، محمد حسين فهيم د دې خونې مديره پلاوي د مشر ، خان جان الکوزى د لومړي مرستيال ، محمد يونس مومند د دويم مرستيال ، محمد اسماعيل غضنفر د خدماتي مرستيال ،حاجي باز محمد د صنعتي مرستيال ،جاوېد جيحون د مالي د برخې مشر ، سعدالله حقيار د دارالانشاء د مشر او زمرى کامګار د نړيوالو اړيکو د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي .

سرچينه زياتوي چې په راتلونکيو څو ورځو کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ٢١  کاري کمېټې هم و ټاکل او د مديره پلاوي پاتې نور کسان به په کې په دندو وګومارل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي لومړي مرستيال خان جان الکوزي ، چې په تېره دوره کې سوداګريز مرستيال و،پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد قربان حقجو د يادې خونې د عامل پلاوي د مشر په توګه يو مناسب شخص دى .

هغه وويل چې د راتلونکيو درېيو کلونو لپاره د خصوصي سکټور د فعاليتونو پر وړاندې د شته ستونزو لپاره د حل لارو او  خلکو ته د کار موندل د دې خونې له مهمو موخو څخه دي دغه راز هغه وويل چې دوى به په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره له حکومت سره ګام په ګام کار وکړي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه ٨٠ کاله مخکې د يوې دولتي ټولنې په چوکاټ کې رامنځته شوې وه ، چې په ١٣٨٦ کال کې له دولتي چوکاټ څخه ووته او خصوصي سکټور ته وسپارل شوه .