ښرنه (پژواک ٤ لړم ٩٠): په تېره څه باندې يوه مياشت کې په پکتيکا کې ١٨٨ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوي، چې په ترڅ کې يې اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٨٠ نور ژوبل شوي دي.
د ښرنې د ملکي روغتون د بېړنيو مرستې د څانګې ډاکټر بريالي بهرام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ژوبل شوي او وژل شوي کسان ټول د پکتيکا د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي دي.
د ډاکتر بهرام په وينا، د ټپيانو درملنه همدلته په ښرنه کې شوې؛ خو ۳۷ تنه چې ټپونه يې سخت او هډوکي يې مات وو، د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
بهرام زياته کړه، چې دوى په خپل روغتون کې ډېرې اسانتياوې او د هغو کسان د درملنې لپاره چې ډېر ژوبل شوي وي، اړين وسايل نه لري او د پکتيکا د ولايتې بيارغونې د ډلې روغتون او يا يې کابل ته لېږي.
د اخترمحمد په نوم د ښرنې روغتون يو اداري کارکوونکى وايي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دلته کار کوي؛ خو په دې وروستيو ورځو کې ترافيکي پېښې بېخې ډېرې شوي، چې لامل يې د موټرچلوونکو ګړندي تګ او بې احتياطي ده.
د ښرنې اړوند د ګاړو کلي اوسېدونکي رضا خان، د يادو شويو ټولو پېښو د رامنځ ته کېدو اصلي لامل د موټر او موټرسايکل چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.
نوموړى وايي، چې هغه له تېرو ۳۵ کلونو راپه دې خوا په احتياط موټر چلوي، چې تراوسه له کومې ترافيکي پېښې سره مخ شوى نه دى.
د پکتيکا اوسېدونکى عبدالحميد هم، په دې وروستيو کې د ترافيکي پېښو له ډېروالي څخه شکايت کوي.
هغه وايي: ((دلته پوليس او نور دولتي کسان تر نورو ډېر بې احتياطه دي او هېڅ ترافيکي قوانين نه مراعاتوي.))
عبدالحميد د دې پېښو د ډېرېدو لامل د ترافيکي قوانينو په پام کې نه نيول بولي او په دولت هم نيوکه کوي، چې د پېښې عاملينو ته سزا نه ورکوي.
د سيمي يوه قومي مشر حاجي عبدالعزيز پژواک ته وويل، چې په پکتيکا کې د ترافيکي پېښو
ستر لامل د ترافيکي قوانينو نه پلي کېدل دي.
نوموړي زياته کړه، دلته ډېرو نويو ځوانانو چې ليسنس هم نه لري، موټر اخيستي چې هېڅ ډول ترافيکي قوانين نه پلي کوي.
د ښرني د ميرزا کلا اوسېدونکي ظفرخان، چې پنځه ورځې وړاندې يې ۲۵ کلن زوى په يوه ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، پژواک ته وويل: ((دوه مياشتې وړاندې مې زوى ته واده وکړ؛ خو دا دى د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتو د کاروان يوه تېز رفتاره ډاينا موټر وواهه او مړ شو.))
نوموړي هم زياته کړه، چې دلته ډېرې ترافيکي پېښې د موټرو د تېز رفتارۍ او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي.
د ښرنې _ غزني د لويې لارې يو موټر چلوونکى رضا شاه وايي، چې په پکتيکا کې ډېرى نوي جوړ شوي سړکونه په ترافيکي معيارو برابر نه دي، چې د سړکونو زيات کږلېچونه هم موټرچلوونکي له دا شان پېښو سره مخ کوي.
د ښرنې د ترافيکو مدير سردار محمد اوښوال هم مني، چې په پکتيکا کې په دې وروستيو کې ترافيکي پېښې زياتي شوې دي؛ خو نوموړي په قهرجنه لهجه پژواک ته وويل، چې سر له نن څخه به پر هر چا قانون پلى کړي.
اوښوال ومنله چې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله يو شمېر وګړي ژوبل شوي او يا يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
نوموړي وويل، چې قانون د ټولو لپاره يو ډول دى او دى به له دې وروسته د دا ډول پېښو ټولو عاملينو ته چې که هغه د دولت کسان وي او که نور، سخته قانوني جزا ورکړي.
د ترافيکو مدير وايي، چې کله دوى د پېښې عاملين ونيسي، نو په هماغه ورځ قومي مشران او د سيمه ييزې شورا غړي له ده څخه د يادو شويو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
خو نوموړي زياته کړه: ((له دې وروسته به ټول سرغړوونکي او د پېښو عاملين د قانون منګولو ته سپارم.))










