ژبه

په کابل کى د لرګيو بيه لوړه شوې ده

سلطانه رحيم ايوبي

۵ لړم ۱۳۹۰ - ۱۷:۳۷

۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک ٥ لړم ٩٠): د کابل په بازارونو کې د لرګيو او سرو زرو بيه د تېرې پنجشنبې په پرتله لوړه شوې او د لومړنيو توکو په بيو کې لږ بدلون راغلى دى.

د کابل ښار د کلوله پشته سيمې يوه لرګي پلورونکي فضل احمد وويل چې  تېره اونۍ، د يوه خروار(٨٠ منه) بې پوټکې بلوط لرګي بيه ٦٣٠٠٠ افغانۍ وه؛ خو نن  (د لړم پنځمه) په ٦٦٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوه خروار پوټکي لرونکي بلوط لرګي بيه په تېره اونۍ کې ٦١٠٠ افغانۍ وه؛ خو نن په ٦٦٠٠ افغانۍ خرڅېږي.

په داسې حال کې چې د لرګيو د بيې د لوړېدا يو لامل خلک د هوا سوړوالى ګڼي؛ دغه لرګي پلورونکي وويل، چې هغوى په همدې دليل لرګي ګران اخيستي او مجبور دي چې ګران يې وپلوري.

د سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مريم لېسې د سرو زرو يوه سوداګر عبدالبصير وويل، چې نن د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٩٠٠ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه، د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢١٠٠ افغانۍ او يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ وه.

عبدالبصير زياته کړه، چې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو د بيې  لوړوالي، په کابل ښار کې د سرو زرو بر بېې اغېز ښندلى دى.

د اوبلن ګاز بيه هم په دې اونۍ کې تر يوه بريده لوړه شوې ده.

د تايمني پروژې يوه ګاز پلورونکي عبيدالله وويل، چې تېره پنجشنبه يې يو کيلو ګاز په ٥٠ افغانۍ پلوره؛ خو نن يې په ٥٥ افغانۍ خرڅوي.

د يادولو وړ ده، چې له ښار نه په ليرې سيموکې يوه کيلو اوبلن ګاز نن تر٦٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

د کابل ښار په بازارونو کې د يو شمېر خوراکي توکو پرچون بيه، د هغې له عمده بيې څخه په ځينو ځايونو کې لږ او په ځينو ځايونو کې ډېر توپير لري.

د کابل ښار د تايمنيو پروژې يوه هټيوال هدايت الله وويل، چې نن يوه بورۍ ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه اوړه په ١١٠٠ افغانيو او يوه بورۍ سيله لومړۍ درجه ٥٠ کيلويي   پاکستانۍ وريجې په ٢٨٠٠ افغانيو پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د يوې بورۍ ٥٠ کيلويي پاکستانيو اوړو بيه تېره پنجشنبه، ١٠٤٠ افغانۍ او د يوې بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ لومړۍ سيله وريجو بيه په ٢٥٠٠ افغانۍ وه.

هدايت الله زياته کړه، چې  يو قوطى  ٥ کيلويي مومن غوړي په ٤٥٠ افغانۍ، يوه کيلو افريقايي تور چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يوه کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ پلوري.

په داسې حال کې چې تېره  اونۍ د يوه ٥کيلويي قوطي سپين غر غوړيو بيه ٤٣٠ افغانۍ، يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او يوه کيلو اندونيزيايي شنه چاى بيه ١٦٠ افغانۍ وه.

نن د يوې ٥٠ کيلويي برازيلي بورۍ بورې بيه ٢١٨٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده، په داسې حال کې چې تېره اونۍ په ٢٢٣٠ افغانۍ وه.

د تېلو بيه هم راټيټه شوې ده.

د شهرنو د تېلو ټانک يوه کارکوونکي محمد يونس، وويل چې نن د يوه لېتر پټرولو او يوه لېتر ډيزلو بيه ٥٦ افغانۍ ده؛ په داسې حال کې چې تېره پنجشنبه يو لېتر پټرول او يو لېتر ډيزل په کابل ښار کې په ٥٩ افغانيو پلورل کېدل.

خو د امريکايي ډالرو په بيه کې کوم ځانګړى بدلون نه دى رامنځ ته شوى.

د کابل ښار د سراى شهزاده د يوه صراف احمدشاه صالحي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٩٠، ٤٧  افغانۍ او يو زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٥٥ اخيستل کېږي.

تېره پنجشنبه يو امريکايي ډالر په ٤٧،٥٠ افغانۍ او يو زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ اخيستل کېدې.