کابل ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ د ٢٥ کلنو لوبغاړو لوبډله د سارک هېوادونو د کرکټ په سياليو کې د ګډون په موخه د لړم په اومه، د مالديپ پر لور روانه شوه.
د افغانستان د کرکت بورډ د رسنيو د څانګې يوتن غړي نصرت الله وفا د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د لړم په لسمه پيليږي.
هغه زياته کړه ، د کرکټ دا سيالۍ ، چې د هر هېواد له ٢٥ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو لوبډلې پکې ګډون کوي، په دوو ډلو وېشل شوې دي.
د نوموي په وينا، په دې لوبوکې ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ډلو وېشل شوي ، افغانستان، بنګله دېش، مالديف او بوټان په الف ډله ، پاکستان، هندوستان، سريلانکا او نيپال په ب ډله کې دي.
وفا وويل چې د بنګله دېش لوبډلې په دې سياليو کې له ګډون څخه معذرت غوښتى، ځکه نو افغانستان ته دوه نومرې ورکړل شوې ، دافغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د لړم په ١٢مه، له مالديف او دويمه لوبه په ١٤مه، له بوټان سره ترسره کوي.
د لوبډلې کپتان حميد حسن له روانېدو مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ددې سياليو لپاره ښه چمتوالى نيولى او په لوبډله کې يې ځوان او تکړه لوبغاړي شامل دي.
د سارک په سياليو کې د افغان لوبډلې لپاره حميد حسن کپتان او شهزاد محمدي مرستيال کپتان ټاکل شوي دي.
د افغانستان په لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي .
حميد حسن ، ناصر جمال احمدزی ، نجيب ترکی ، جاوېد احمدي ، نجيب ځدراڼ ،سميع الله شينواری ،شهزاد محمدي، نواب خان، دولت ځدراڼ، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، روښان، امير منګل او فضل الرحمن ځاځی.
د سويلي اسيا هېوادونو د سيمه ييزو همکاريو سازمان ( سارک) په ۱۹۸۵ کال کې رامنځته شوې او دافغانستان په ګډون اته هېوادونه افغانستان ، هند ،پاکستان ، مالديپ، بنګله دېش، نيپال، سريلانکا او بوتان يې غړيتوب لري.
افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ .
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى چې د سارک د غړيو هېوادونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره کېږي .










