قلعه نو ( پژواک ٧لړم ٩٠) : په قلعه نور ښار کې له يوې رېکشا سره د ملي اردو يوه رېنجر د جنګېدو له امله يوتن مړ او ددوو نجونو په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي .
د بادغيس ولايت د ترافيکو د حادثاتو مدير څارمن عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ( د لړم ٧مه ) د سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د قلعه نور د معارف پر سړک رامنځته شوه .
دهغه په وينا، په دې پېښه کې د پوهنې رياست يو کارکوونکى مړ شوى او د ښوونځي د دوو نجونو زده کوونکيو په ګډون درې ټنه ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې ددې پېښې مړي او ټپيان ټول د رېکشا سپرلۍ وه ، چې د دندې اوښوونځي پر لور روان و .
د بادغيس د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالعزيز پژواک ته وويل چې دې روغتون ته درې ټپيان راوړل شوي ، چې د يوتن روغتيايي حالت ، چې د رېکشا چلوونکى دى ، د اندېښنې وړ دى.
هغه د دوو نجونو روغتيايي وضعيت ښه وباله .
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام نبي پژواک ته وويل چې د رېنجر موټر چلوونکى ددوى له خوا نيول شوى؛ خو د زياتو څېړنو لپاره په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا څارنوالۍ ته لېږدول شوى دى .
دا په داسې حال کې ده ، چې تېر کال هم په قلعه نور ښار کې د ملي اردو د رېنجر په وسيله ترافيکي پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي و.










