فيض اباد (پژواک ٨ لړم ٩٠): د بدخشان په ارغنچخواه ولسوالۍ کې د واورې ورښت د لسو شپنو او د زرګونو څارويو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړى دى.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله اميري نن (د تلې په ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لس شپانه له شاوخوا درېيو زرو پسونو سره، له دوو ورځو راپه دېخوا د ارغنچو ولسوالۍ د خنج شېوه په اندراب سيمه کې د سختو واورو ورېدو له امله بند پاتې دي.
هغه زياته کړه، چې شپنو او د هغوى څارويو د واورې د ډېروالي له امله له دې غرنۍ سيمې د وتلو توان له لاسه ورکړى دى.
اميري وويل، چې د واورې ورښت له تېرو دوو ورځو راپه دېخوا دوام لري او د ځمکې پر سر د واورې اندازه تر يوه متر لوړه شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بهارک ولسوالۍ خلک د شپنو او د هغوى د څارويو د ژغورنې په موخه يادې سيمې ته د تللې لارې د پاکولو کار پيل کړى او په دې اړه د پوليسو د همکارۍ غوښتونکي شول.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې د واورې ورېدو د شغنان او درواز ولسواليو مواصلاتي لارې تر راتلونکي کال پورې او د درېيو نورو ولسواليو لارې يې په لنډمهاله توګه بندې کړې دي.
د بهارک ولسوالۍ يوه مالدار پژواک ته وويل، چې که د نن ورځې تر ورستيو په واوره کې بند پاتې شوي شپانه او څاروي ونه ژغورل شي، ټول به له منځه ولاړ شي.
دغه راز د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ د شپنو او څارويو د ژغورنې په موخه د دغه ولايت د چارواکو له هڅو څخه خبر ورکړ.
هغه پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د کليو د پراختيا، فوايد عامې او امنيه قوماندانۍ چارواکي ګومارل شوي، څو په بېړنۍ توګه د ارغنچخواه ولسوالۍ د دې غرنۍ سيمې د لارې د خلاصون او د شپنو او څارويو د ژغورنې لپاره، چې تر ٣٠٠٠ يې شمېره ډېره ده، اقدام وکړي.
درې کاله مخکې هم دوه شپانه له دوو زرو څارويو سره د ارغنچخواه ولسوالۍ د بام درې په سيمه کې د درنې واورې د ورېدو له امله مړه او يو شمېر نور ټپي شوي وو.
د ارغنچخواه ولسوالۍ د بدخشان ولايت له مرکز فيض اباد څخه ٩٠ کيلومتره لرې پرته ده او د دې ولسوالۍ د اندراب خنچ سيمه يوه پراخه شنه ساحه ده، چې د سمندر له تل څخه ٢٢٠٠ متره لوړوالى لري.









