کابل (پژواک ١١ لړم ٩٠): د افغانستان د کرکټ د ٢٥ کلنو لوبغاړو لوبډله د سارک هېوادونو د کرکټ په ٢٠ اوريزو سياليو کې مالديپ ته لويه ماته ورکړه.
دا سيالۍ وړمه ورځ په مالديپ کې د سوېلي اسيا د سازمان (سارک) هېوادونو اړونده له ٢٥ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.
په مالديپ کې د افغانستان د کرکټ د دغې لوبډلې يوه روزونکي رييس احمدزي د لړم په ١١مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٣١٣ منډې جوړې کړې او د مالديپ لوبډلې ته يې د ٣١٤ منډو هدف وټاکه.
نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري جاوېد احمدي تر ټولو زياتې ١٠٥ منډې جوړې کړې، دغه راز شهزاد محمدي او ګلبدين نايب هم پنځوسيزې ووهلې؛ شهزاد ٨٢ او ګلبدين ٧٤ منډې جوړې کړې.
د احمدزي په وينا، د مالديپ لوبډلې دغه لوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په نولسم اور کې په ١٣٢ منډو وسوځېدله؛ افغانستان دا لوبه د ١٨١ منډو په توپير سره وګټله.
دى وايي چې د افغانستان له لوري ميرويس اشرف څلور، دولت ځدراڼ دوه، سميع الله شينواري او جاوېد احمدي يو يو لوبغاړى وسوځول.
جاوېد احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
پرون ټاکل شوې وه، چې افغانستان له بنګله دېش سره لوبه وکړه؛ خو د دغه هېواد لوبډله دې سياليو ته نه وه راغلې، چې له امله يې افغانستان ته دوه نومرې ورکړل شوې.
د سارک په سياليو کې د افغان لوبډلې لپاره حميد حسن کپتان او شهزاد محمدي مرستيال کپتان ټاکل شوي دي.
د افغانستان لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده:
حميد حسن، ناصر جمال احمدزی، نجيب ترکی، جاوېد احمدي، نجيب ځدراڼ، سميع الله شينواری، شهزاد محمدي، نواب خان، دولت ځدراڼ، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، روښان، امير منګل او فضل الرحمن ځاځی.
د سوېلي اسيا هېوادونو د سيمه ييزو همکاريو سازمان (سارک) په ۱۹۸۵زېږديز کال کې رامنځ ته شوى او د افغانستان په ګډون اته هېوادونه (افغانستان، هند، پاکستان، مالديپ، بنګله دېش، نيپال، سريلانکا او بوتان) يې غړيتوب لري.
افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى چې د سارک د غړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره کېږي.










