کابل (پژواک ۱۶ لړم ٩٠): د هېواد په شمال ، ختیځ او ځینو نورو سیمو کې نن له ماښام څخه څو شیبې مخکې زلزله وشوه، خو تر اوسه د زيانونو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
د امريکا د جيوجيکل سروې ادارې نن (دلړم په ۱۶مه) خبر ورکړ، چې دغه زلزله نن مازیګر ناوخته د افغانستان پر وخت شاوخوا څلورنیمې بجې وشوه.
سرچينې زياته کړې، چې زلزله د افغانستان د پلازمېنې کابل شمال ته په ٢٠٠ کيلومترۍ کې د هندوکش د غرونو په شاوخوا سيمو کې شوې ده.
د امريکا د جيوجيکل سروې ادارې ويلي، چې دا زلزله د ريختر په کچه پنځه اعشاریه څلور درجې وه.
تر اوسه په افغانستان کې دولتي سرچينو د دې زلزلې د زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.
دغه زلزله د پاکستان او تاجکستان په ځینو سیمو کې هم ثبت شوې ده.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د هندوکش په سيمو کې زلزلې شوې، خو کومه مرګ ژوبله يې په دې وروستيو کې نه ده اړولې. وروستۍ زلزله درې میاشتې مخکې دافغانستان په شمالي ولایتونو کې شوې وه، خو زیانونه یې نه درلودل.
څو کاله مخکې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.









