تالقان-ايبک (پژواک ١٨ لړم ٩٠): په سمنګان او تخار ولايتونو کې د واورې اورېدو له امله د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو د سکرو لار او د تخار د رستاق ولسوالۍ د لسګونو کليو لارې بندې شوې دي.
په تخار کې له پرون شپې راهيسې اورښت پيل شوى، چې له امله يې د رستاق ولسوالۍ د ٨٠ کليو لارې د ولسوالۍ له مرکز سره، تړل شوې دي.
د رستاق ولسوال معلم حسين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې اورښت تر نن (د لړم ١٨مه) پورې دوام لري او د ازوم کوتل په سيمه کې د اتيا کليو د ١٥٠زره اوسېدونکو پر مخ لارې تړل شوې دي..
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه د لارې د خلاصولو په هڅه کې دي، خو دوامداره اورښت ورته د پاکولو وخت نه ورکوي.
د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي د ازوم کوتل د تړل کېدو د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونه له تېرې شپې راهيسې تر نن پورې په دې بريالي شوي، څو په واوره کې ايسار ٢٠ عرادې موټر وژغوري.
د هغه په وينا، د ژغورنې ډلې د ولسوالۍ مرکز ته د لېږد په حال کې دي.
د رستاق ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي عبدالظاهر د امنيتي ځواکونو له لوري په واورو کې د بندو موټرو د ژغورلو په اړه خوښي څرګنده کړه او پژواک ته يې وويل: ((که د واورې اورېدل په دې ډول دوام وکړي، نو خلکو ته به ډېرې ستونزې را ولاړې کړي.))
نوموړي زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ د ډېرو کليو لارې تړل شوې دي.
د يوه بل خبر له مخې، په سمنګان ولايت کې د تېرې شپې د واورې اورېدو له امله د درۀ صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو د سکرو لېږد هم په ټپه درېدلى دى.
د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لار د غلام علي په کوتل کې تړل شوې ده.
هغه په داسې حال کې، چې په ياد کوتل کې يې د واورې د کچې په اړه څه ونه ويل، زياته کړه، چې د ډبرو د سکرو او مسافر وړونکي موټر د دغه کوتل له لارې تګ راتګ نه شي کولاى.
د سمنګان د فوايد عامې امر انجنير ضياء همايون پژواک ته وويل، چې دوى هڅه کوي، څو ياد کوتل ډېر ژر د سکرو د موټرو پر مخ پرانيزي.










