منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کورني تاوتريخوالي کې دوه مېرمنې ووژل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

غزني ښار (پژواک ١٩ لړم ٩٠): د غزني په ښار کې د کورني تاوتريخوالي له امله يوه مور او د هغې لور ووژل شوې او ماشوم لمسى يې ټپي شو.

 د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار الله نظر ضيايي د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

 نوموړى وايي، چې دغه پېښه د شپې لس بجې د بهلول کلي په يوه کور کې رامنځ ته شوه، چې دوه مېرمنې چې مور او لور دي، په کې ووژل شوې او يو ماشوم په کې ټپي شو.

 ضيايي وايي، د وژل شويو کسانو کورنۍ په خپل نږدې يوه خپلوان ادعا لرله او پوليسو وکولاى شول، چې تر تالاشي وروسته شکمن وژونکى ونيسي، چې د کور د تالاشي په جريان کې يوه اندازه مهمات هم موندل شوي دي.

 له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير زياتوي، چې د پېښې په اړه لا پلټنه روانه ده او شکمن وژونکى تر پوښتنو لاندې دى.

 دغه راز د غزني پوليسو، نن سهار له کابل څخه يو غلا شوى کورولا (ټو ډي) موټر هم له غله سره ونيوه.

 له جرمونو سره د مبارزې مدير الله نظر ضيايي پژواک ته وويل، چې موټر پرون مازيګر له کابل ښار څخه راتښتول شوى، چې نن لس بجې د غزني په ښار کې وموندل شو او تښتوونکى يې هم نيول شوى دى.

 نوموړى وايي، چې دغه موټر په کابل کې د ډګروال عبدالقادر په نوم يوه کس نه تښتول شوى، چې هغه هم غزني ته راغوښتل شوى او چې کله دلته راشي، موټر به يې ورته تسليم کړي.

 د موټر تښتونې په تور يو تنکى ځوان، چې شاوخوا شپاړس کلن معلومېږي او د تخار ولايت اوسېدونکى دى، نيول شوى دى.

 دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شل ورځې مخکې هم، د غزني پوليسو له کابل څخه يو تښتول شوى موټر د غزني په ښار کې موندلى و.