میمنه (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د درنې واورې اورېدو له امله د فارياب د مرکز ميمنې ښار او د کوهستان ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لاره له تېرو شپږو ورځو را په دېخوا تړل شوې ده.
د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله د پژواک له خبريال سره په اړيکه کې وويل: “يوه اونۍ وشوه، چې واورې د ميمنې–کوهستان لاره تړلې ده، له همدې امله په ولسوالۍ کې د توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.”
د اسدالله د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د يوه پيپ غوړيو بيه له ٣٥٠ څخه ٤٠٠ افغانيو او د اوو کيلو وريجو بيه له ٢٨٠ افغانيو څخه ٣٢٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
اسدالله زياته کړه: “واوره د کوهستان په ولسوالۍ کې له ٨٠ څخه تر١٥٠ سانتي مترو پورې رسېدلې او زموږ خلک له دولت څخه غواړي، چې مرسته ورسره وکړي.”
د فارياب د ولايتي شوراغړي محب الله، چې د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکى دى، د کوهستان-ميمنې د لويې لارې د بندېدود پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل: “د هغه خبرونو له مخې، چې د خلکو له خولو راته رارسېدلي، د دې ولسوالۍ د ځينو کليو مواصلاتي لارې د خلکو له خوا پاکې شوې، خو د کوهستان–ميمنې لويه لاره لا تر اوسه بنده پاتې ده.”
ده د دې طبيعې پېښې له منفي اغېزو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه: “سږ کال د واورې ورښت بې وخته وو، خلک يې غافلګير کړل، خلکو تر اوسه خپل اکمالات نه وو کړي، له همدې امله په کوهستان کې نرخونه لوړ تللي دي.”
د فارياب د ولايتي شورا د دغه غړي په وينا، که حالت په همدې بڼه دوام وکړي، د خوراکي او سون توکو بيې به تر دې هم لوړې شي.
هغه زياته کړه، چې په ولايت کې يې له دولتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوى د دغو ستونزو د حل لپاره وعده کړې ده.
د سرچينې په وينا، که ستونزو ته پاملرنه ونه شي، د ژمي په اوږدو کې به خلک تلف شي.
په همدغه وخت کې د فارياب ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس عبدالوهاب اکبري وويل:”له طبيعي پېښو سره د مبارزې ولايتي کمېټې يوه اندازه خوراکي توکي لکه: اوړه، وريجې او لوبيا د کوهستان ولسوالۍ په ګودام کې له مخکې ذخيره کړي او د اړتيا په صورت کې به اړو کسانو ته ووېشل شي.”
نوموړي د لارې خلاصول د فارياب د فوايد عامې د رياست دنده وبلله او ويې ويل، چې په دې اړه بايد هغه اداره اقدام وکړي.
دغه راز د فارياب د فوايد عامې رييس انجنیرغلام فاروق وويل، چې د کوهستان ولسوالۍ د لارې د پاکولو تړون له ولسي کاري ټيمونو سره تر اوسه وروستي پړاو ته نه دى رسېدلى او د هغې د پړاوونو له بشپړېدو سره به ډېر ژر د لارې د پاکولو کار پيل شي.
کوهستان ولسوالۍ د فارياب د مرکز په ١٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او هر کال د شپږو مياشتو لپاره د دې ولسوالۍ لاره د ولايت له مرکز سره د واورې له امله تړل کېږي.
همدارنګه د ميمنې د ښار اوسېدونکي وايي، چې په تېرو ٣٠ کلونو کې يې د کال په دغه موسم کې د واورې دومره درنه اورېدنه نه وه ليدلې.
د ميمنې ښار اوسېدونکي حاجي عبدالصمد وويل: “په تېرو دېرشو کلونو کې مو نه و ليدلي، چې د لړم په مياشت کې دې ٥٠ سانتۍ واوره شوې وي.”
د ميمنې ښار اوسېدونکي هم په تېرو درېيو ورځو کې د سون توکو د بيو له لوړېدو شکايت لري.
د عربخانې ګذر اوسېدونکى غلام حيدر وايي: “يوه اونۍ وړاندې يو من وچ لرګي په ٧٠ افغانۍ وو، يو من بوره اره په ٥٠ افغانۍ وه، يوه کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس يو من لرګي په ١٠٠ افغانۍ، يو من بوره اره په ٨٠ افغانۍ او يو کيلو ګاز په ٨٥ افغانۍ پلورل کېږي.
هغه د واورې وروستي ورښتونه د نرخونو د لوړېدو دليل وباله.
محبوب الله، چې تازه يې له دوکانداره په ٣٦٠ افغانيو يو پيپ غوړي اخيستي وو، پژواک ته وويل: “د عرفې په ورځ مې همدا غوړي په ٣٣٠ افغانۍ واخيستل، خو اوس په ٣٦٠ افغانۍ شوي دي.”
خلک د دې ترڅنګ چې د واورې ورښت په نېک فال نيسي، خو په بازار کې د بيو لوړوالي اندېښمن کړي دي.
د ميمنې ښاروال نظرمحمد صاحبي پژواک خبري اژانس ته وويل: “د ازاد بازار د سيستم له وجهې نه شو کولاى په بازار کې مداخله وکړو.”
هغه زياته کړه، چې سره له دې هم، دوى حالت څاري، چې دوکانداران له خلکو ډېرې پيسې وانه خلي.










