منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډله د نيپال په اسيايي سياليو کې ګډون کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ( پژواک ٢٢ لړم ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نيپال کې د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې ګډون کوي.

دافغانستان کرکټ بورډ له خوا دلړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دا سيالۍ د دوه زره دولسم کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو غوراوي ته د لار موندې په موخه ترسره کېږي.

د سرچينې دمعلوماتو له مخې، دا سيالۍ د نيپال په پلازمېنه کټمنډو ښار کې د راتلونکې ليندۍ مياشتې په دولسمه پيل او په شلمه پاى ته ورسېږي.

خو دافغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي چې افغانستان له د مخه د دوه زره دولسم کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو غوراوي ته لاره موندلې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په يادو سياليو کې د افغانستان د لوبډلې د ګډون موخه داده ، چې څو ملي لوبډله وکولى شي د ډېرو برياوو ترلاسه کولو سره د اسيا په کچه په ډله بندۍ کې پورته راشي.

د دانش په وينا، په دغو لوبو کې د ګډون په موخه دافغانستان له لوري لوبډله په خورا دقت سره انتخاب شوې ده .

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې افغانستان به ددغو سياليو اتلولي خپله کړي، خو د تل په څېر نسيم الله دانش له هېوادوالو وغوښتل چې د خپلې ملي لوبډلې د بريا لپاره دعاګانې وکړي.

د نيپال په سياليو کې د افغانستان ترڅنګ هانګ کانګ، عمان ،کويټ، نيپال،ماليزيا، متحده عربي امارت، سعودي عرب او د بوټان لوبډلې شاملې دي.

افغانستان له هانګ کانګ، مالديف ، عمان او کويټ سره په الف لوبډله کې او پاتې نور يې په ب ډله کې دي.

د نيپال سياليو لپاره د افغانستان لوبډله ټاکل شوې ، چې په لاندې ډول ده.

نورزمنګل (کپتان)،محمد نبي عيسی خېل(مرستيال کپتان)، شبيرنوري،شهزاد محمدي، کريم صادق، نجيب ځدراڼ،اصغر ستانکزی، سميع الله شينواری ،ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، ضميرخان، نسيم خان ،حميد حسن او دولت ځدراڼ.

اميرمنګل،عزت الله دولتزی،رحمت شاه او روښان په احتياطي لوبغاړو کې شامل دي. .

د يادونې ده، چې د دوه زره دولسم کال نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره د غوراوي سيالۍ د ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کې په سريلانکا کې تر سره کېږي ، چې پکې شپږ غوره لوبډلې ګډون کوي او له دې څخه دوه لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کوي .