سرپل (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): په قم کوتل کې د زياتې واورې د اورېدو له کبله د سرپل ولايت له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ نښلوونکې لارې له يوې اونۍ څخه راپدېخوا تړل شوي او خلک يې له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بلخاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدرضا له پژواک سره د اړيکې په ترڅ کې وويل: ((د کال په دې موسم کې مې تراوسه دوه متره واوره نه وه ليدلې.))
د هغه په وينا، له مرکز سره د دې ولسوالۍ نښلوونکې لارې له يوې اونۍ راهيسې تړل شوي او بڼوال هم نه دي توانېدلي، څو خپله وچه مېوه په ټاکلي وخت له ولسوالۍ څخه بهر کړي.
هغه وويل: ((د لارې بندېدل موږ اندېښمن کړي يو، که لاره خلاصه نه شي، نه شو کولى چې خپله وچه مېوه وپلورو.))
د بلخاب ولسوالۍ د مرکز يوه هټيوال جاوېد هم پژواک ته وويل: ((هر کال غوزان، بادام او کورت اخلم، څو يې په مزارشريف کې خرڅ کړم او په پيسو يې بيا دوکان ته سودا راوړم؛ خو اوس لاره تړل شوې ده او نه پوهېږم چې څه وکړم.))
سرچينې وويل، چې زيات غوزان يې اخيستې دي، خو د لارې د بندېدو له امله نه شي کولى، چې د پلورلو لپاره هغه ولېږدوي.
دې سړي زياته کړه: ((له دولت څخه غواړو، څو د قم کوتل د واورې د پاکولو لپاره د واورې پاکولو يو ماشين راولېږي، څو خلک تر يوې مودې پورې ښار ته تګ راتګ وکړى شي.))
په ورته وخت کې د بلخاب ولسوال عبدالله انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل، که د دې ولسوالۍ لاره خلاصه نه شي، له خوراکي او روغتيايي پلوه به خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.))
د هغه په وينا، خلکو تر اوسه خپل محصولات چې په عمده توګه غوزان او بادام دي، د مزارشريف بازار ته نه دي لېږدولي او هغه لارې چې د باميان او يا بلخ له خوا ورغځېدلي، بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ نه شي کولى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نښلوونکو لارو بندېدل د خوراکي او سوند توکو د بيو د لوړېدو لامل شوي دي.
انصاري زياتوي چې د لارې له بندېدو څخه مخکې، د يوې پنځوس کيلويي بورۍ اوړو بيه ٩٠٠ افغانۍ وه؛ خو دا مهال په ١٤٠٠ افغانيو پلورل کېږي.
سرچينه څرګندوي، چې د يو کيلو ګاز بيه له ٤٠ افغانيو څخه ١٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
له بل پلوه، د سرپل ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سيد فيض الله سادات پژواک ته وويل، چې د بلخاب ولسوالۍ د سړک د واورې د پاکولو کلني تدابير تر لاس لاندې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، هغوى د (UNOPS “د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو سازمان”) په همکارۍ د قم کوتل له ليندۍ مياشتې څخه تر درېيو مياشتو پورې پاکوي؛ خو له وخت څخه مخکې ژمي هغوى غافلګيره کړي دي.
سادات په ډاګه کړه، چې هغوى له ياد شوي دفتر سره په همغږۍ کې په دې کوتل کې د واورې پاکېدل ژر پيلوي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.
هغه د دې کار د پيلېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه.
د يادونې وړ ده چې قم کوتل، هر کال د ليندۍ په وروستيو کې تړل کېږي؛ خو سږ کال دا کار يوه مياشت مخکې پېښ شو.










