ژبه

د دوديزې لويې جرګې په اداري پلاوي کې د ښځو ونډه کمه وبلل شوه

سلطانه رحيم

۲۵ لړم ۱۳۹۰ - ۱۹:۵۱

۱۵۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): يو شمېر مېرمنې په دوديزه لويه جرګه کې د ښځو ونډه د قناعت وړ بولي، خو د دې جرګې په اداري پلاوي کې د ښځو د شمېر په اړه ناخوښي څرګندوي.

دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د مشورې په خاطر د څه باندې ٢٠٠٠ کسانو په ګډون، نن له غرمې مخکې په کابل کې پيل او په پام کې ده، چې تر څلورو ورځو پورې به دوام ومومي.

پخوانى ولسمشر صبغت الله مجددي د رييس په توګه، په ديني مسايلو کې د ولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني او د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عارف نورزى د مرستيالانو په توګه، د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار او حيات الله بلاغي د منشيانو په توګه او صفيه صديقي د دوديزې لويې جرګې د وياندې په توګه انتصاب شول.

د لوګر ولايت د ښځو چارو د رياست مشرې او د يادې شوې جرګې يوې ګډون کوونکې زهرې احمدزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، په جرګه کې د ښځو ګډون چې ٥٠٠ تنو ته رسېږي، د قناعت وړ دى؛ خو د وياندې ترڅنګ بايد په مرستيالانو کې هم يوه مېرمن وه.

نوموړې زياته کړه: ((مدام داسې شوي دي، چې ښځو ته لږه ونډه ورکړل شوې ده؛ خو هيله منه يم چې موږ په جرګو کې ښه رول ولوبو او فعال شتون ولرو.))

د کندهار ولايت د ښځو چارو مشرې او په دې جرګه کې ګډونوالې رقيې اڅکزۍ هم په دې جرګه کې د ښځو ګډون د قناعت وړ وباله؛ خو زياته يې کړه چې ښځو ته بايد په اداري پلاوي کې زياته ونډه ورکول شوې وى.

هغې هم وويل، چې په جرګه کې شاوخوا٥٠٠ ښځو ګډون کړى دى؛ خو د جرګې وياندې صفيې صديقي ويلي، چې د دې جرګې  ١٨سلنه ګډون کوونکې مېرمنې دي.

رقيې د اداري پلاوې په اړه وويل: ((په لومړي سر کې په اداري پلاوي کې يوه ښځه هم نه وه، خو کله چې موږ (مېرمنو) غږ اوچت کړ، بيا يې مېرمن صفيه صديقي د وياندې په توګه اعلان کړه.))

نوموړې هم وويل، چې ښځو په دې جرګه کې په خورا لېوالتيا  ګډون کړى او غواړي چې فعاله ونډه ولري.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهيد احمدي فريد او د دوديزې لويې جرګې بلې ګډون کوونکې هم وويل، چې له وياندې څخه پرته د جرګې په مرستيالانو او منشيانو کې بايد هم يوه مېرمن وى.

هغې د اداري پلاوي د ټاکلو د څرنګوالي په اړه وويل: ((زما په اند يو نمايش و، ځکه چې تېره شپه يو شمېر هراتۍ ښځينه ملګرو مې کمپاين کاوه، څو مرستيالې او يا منشۍ شي؛ خو له بده مرغه د کانديدېدو حق هم ورنه کړل شو.))

له دوديزې جرګې څخه بهر هم يو شمېر مېرمنې د ښځو شمېره کافي بولي؛ خو وايي چې د هغوى  رول په اداري پلاوي کې کمزورى دى.

د ښځو چارو وزارت يوې کارکوونکې کريمې سالک، چې په دې جرګه کې يې  ګډون نه دى کړى، وويل چې د دوديزي جرګې اداري پلاوي ته بايد لږ تر لږه دوه مېرمنې ټاکل شوې وى.

هغې زياته کړه: ((تل زموږ په هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي، نن هم په دوديزه جرګه کې يو ځل بيا د اشتباه تکرار شوه.))

 نوموړې هيله مندي وښوده، څو په جرګه کې ګډونوالې مېرمنې فعال رول ولوبوي او ښې مشورې وړاندې کړي.