کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): افغانستان به د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړيوالې شورا د يوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد، پاکستان سره د کرکټ يو ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه به نږدې درې مياشتې وروسته د ٢٠١٢ کال د فبرورۍ په لسمه ترسره شي.
هغه زياته کړه، چې دا لوبه به د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړۍ وال لوبغالي کې ترسره شي.
د يادونې ده، چې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ او حکومت يې ياد لوبغالى د افغانستان په واک کې ورکړى، څو خپلې نړيوالې لوبې په کې ترسره کړي.
دانش وويل، چې دوى له ډېرې مودې راهيسې د کرکټ له نړيوالې شورا او اسيايي شورا سره په خبرو بوخت وو، څو د يوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد سره د کرکټ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه برابره کړي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان له کرکټ بورډ سره هم په دې اړه اړيکې نيولې وې او هغوى ورته مثبت ځواب ورکړى دى.
د افغانستان د کرکت بورډ اجراييوي رييس د کرکټ له نړيوالې شورا، اسيايي شورا او د پاکستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې دغه لوبه برابره کړه.
د کرکټ بورډ د پرمختيايي چارو مسوول ډاکتر نورمحمد مراد پژواک اژانس ته وويل، چې له پاکستان سره، له کېدونکې نړۍ والې لوبې سره به د افغانستان کرکـټ دننه او نړۍ واله کچه ډېر پرمختګ وکړي.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې، چې د دغې لوبې جريان د يو شمېر نړۍ والو سپورتي تلويزيوني چينلونو له لارې خپور شي، چې له امله به يې د افغانستان کرکټ بورډ ډېر عايد هم ترلاسه کړي.
ډاکتر مراد وايي، چې له يو شمېر نورو هېوادونو سره يې هم په دې اړه خبرې اترې پيل کړې، څو له نورو پياوړو لوبډلو سره د کرکټ يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې برابرې کړي.
په افغانستان کې د کرکټ مينه وال په دې خوښ دي، چې ملي لوبډله يې د پاکستان له ملي لوبډلې سره يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کوي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي محفوظ الحق پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له ډېره وخته دغه ارمان و، چې خپلې ملي لوبډله له پياوړو لوبډلو سره په لوبه کې وګوري.
د کابل ښار د پنځمې ناحيې يو اوسېدونکى ادريس احمد بيا وايي، چې ملي لوبډلې له دې مخکې د پاکستان له وړو لوبډلو سره لوبې کړې، خو له ملي لوبډلې سره يې دوى د لوبې لپاره ډېر انتظار کړى دى.










