منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښو کې درې تنه مړه او ٤ ټپيان شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

چاريکار (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): په جوزجان ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه او ٤ نور ټپيان شول.

 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه پېښه نن د دې ولايت د اقچې ولسوالۍ په پل نو سيمه کې نن (د لړم ٢٦مه) غرمه مهال رامنځ ته شوه.

 د هغه په وينا، په دې پېښه کې يوه ايرانۍ تجارتي لارۍ موټر، چې په مزار کې يې سوداګريز توکي تشول، له يوه هينو ډول موټر سره، چې د مزار پر لور روان و، ټکر يې وکړ.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دواړو موټرو چلوونکي مړه شوي او د هينو موټر سپرلۍ هم ټپي شوې ده.

 نوموړي زياته کړه چې د ايراني موټر چلوونکى، ايرانى وګړى و، چې مړى يې په مزارشريف کې د دې هېواد کونسلګرۍ ته وسپارل شو.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې پېښې ټپيان د جوزجان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل: ((ايرانى بار وړونکى موټر له مزار څخه راغلى و، په سړک باندې يو خر راغى او چلوونکي غوښتل، څو له خره څخه ځان وژغوري، چې هينو موټر سره وجنګېد.))

 د هغه په وينا، دواړه چلوونکي سمدلاسه مړه شول او د هينو دوه نورې سپرلۍ ټپيانې شوې.

 د جوزجان د ملکي روغتون مشر ډاکټر ميرويس اميني پژواک ته وويل، چې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ډاډمن او تر درملنې لاندې دي.

 د جوزجان د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، دويمه ترافيکي پېښه، د دې ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په دوه لارې کې رامنځ ته شوه.

 د هغه په وينا، دا پېښه  د يوه سراچه او هينو موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې يوه امېدواره مېرمن مړه شوه او د سراچې دوه سپرلۍ ټپي شوې.

 دا په داسې حال کې ده ،چې د لوى اختر په درېيمه ورځ، د مزار –شبرغان پر لويه لار د ترافيکي پېښې له کبله درې تنه ټپيان شوي وو.