منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۹۸ کتنې

کلات (پژواک٢٧لړم٩٠): د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د کندهار پر لويه لاره  د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او  لږ تر لږه  شپږ نور ټپيان شول .

 د زابل ولايت مرستيال محمد جان رسوليار د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې تېره ورځ مازيګر مهال رامنځته شوه .

 دده د معلوماتو له مخې ، په دې پېښه کې تونس موټر له مازدا ډوله موټر سره وجنګېد او له امله يې په تونس کې  دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان شول .

 خو د زابل ولايت د مرکزي روغتون يوتن نوکريوال ډاکټر ، چې خپل نوم يې څرګند نه کړ ، وويل چې ددې پېښې ١١ ټپيان، چې ټول لويان نارينه دي ، روغتون ته وروړل شول.

 هغه وويل چې له ټپيانو څخه يوتن  په روغتون کې ساه ورکړه او  د څلورو نورو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى .

 دوه ورځې مخکې هم په دې ولايت کې  په دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې لسو تنو ته مرګ ژوبله او ښتې وه.