کندوزښار(پژواک دلړم ٢٨مه ٩٠): سربېره له دې ،چې له پنځو کلنو راپدېخوا په کندوز ولايت کې د کوکنارو کر صفر شوى دى، خو له ايران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو له کبله په دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.
د کندوز ولايت دنشه يي توکو په وړاندې دمبارزې رياست وايي، چې درسمي معلوماتو له مخې، تېرکال په دې ولايت کې ٦٠٠ کسان روږدي وو،خو سږکال ٨٠٠ تنو ته رسېږي.
دکندوز دنشه يي توکو پرضد دمبارزي رييس قاضي عبدالبصير مرشد پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په روږدو کسانو کې ډيرى ځوانان بيا ښځې او لږ شمېر ماشومان شامل دي.
نوموړي زياته کړه،چې دا کسان په لومړي ګام کې په ترياکو وروسته بيا په چرسو او هيروينو روږدي شوي دي.
دکندوز د نشه يي توکو په وړاندې دمبارزي مشر د روږي کېدو دزياتوالي سترلامل ،بې وځلي، له ايران او پاکستان څخه دکډوالو راستنېدل او د روږدو کسانو لپاره د روغتيايي اسانتياوو لږوالى وښودل، خو ويې ويل چې هغوى خلکوته دنشه يي توکو د زيانونو په اړه د جوماتونو،ښوونځيو او پراختيايي شوراګانو له لارې عامه پوهاوى ورکوي.
قاضي مرشد وويل: (( موږ له سپين ږيرو،ځوانانو او علماوو سره کنفرانسونه درلودل ،چې اصلي موخه يې دنشه يي توکو له زيانونو څخه دخلکوخبرول وو،څو وکولى شو دهېواد ټولې پرګنې پوه کړو او دنشه يي توکو د استعمال ،کر او قاچاق مخه ونيسو.))
يو شمېر روږدي کسان ،چې په ايران کې په نشه يي توکو راغلي دي،له روږدي کېدو څخه پښيماني او شرم څرګندوي.
دکندوز د قلعۀ زال اوسېدونکي ٢٦کلن نعمت الله ،چې شپږ مياشتې وړاندې له ايران څخه راستون شوى دى پژواک ته وويل،چې د تنګسيا او بې وزلۍ له لاسه ايران ته تللى و او هلته روږدى شو.
هغه زياته کړه: (( زموږ د کورنۍ اقتصاد خورا کمزورى و،دلته کار نه و ،يو نيم کال مخکې دې ته اړ شوم څو ايران ته لاړشم، هلته هم کارنه و ،پوليسو به مدام رټلو په ډار به مو ژوندکوه ،له يوې خوا مسافري او بې روزگاري او له بل لوري ډار او ستونزو ځه دې ته اړاېستم چې چرس و څښکوم.))
دې روږدې کس زياته کړه،چې په پاى کې يو ملګري مې وويل: (( راشه نشه وکړه،غمونه دې ورکېږي )) هماغه و چې يو يا دوځله مې هېرويين وڅښکل، وروسته بيا پرې دتل لپاره روږدى شوم.
نعمت الله وويل، چې کورنۍ مې هيله درلوده څو زه په ايران کې کار وکړم او پېسې راوړم ،خو نه يواځي پيسې مې را نه وړي،بلکې يو شرم چې هغه روږدېتوب دى خپلې کورنۍ او هېواد ته مې راوړ.))
دې ځوان وويل ،چې په کورنۍ او ټولنه کې يې خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى،خلک له هغه سره مناسب چلند نه کوي او هغه ته پوډري وايي.
نوموړي د خپل اعتياد نه د پښېماني او شرم په ښودولو سره وويل: (( دا ټولې خبرې نورې نشم زغملاى او هوډ لرم چې دخپلې درملنې لپاره کلنيک ته لاړ شم.))
خو په کندوزکې د روږدو کسانو د درملنې دکلينيک مسوول ډاکټر عبدالقدوس مياخيل وويل،چې هغوى د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي اسانتياوې نه لري
هغه زياته کړه،چې د روان کال له پيل څخه تراوسه يې دڅه باندې دوه سوو روږدو کسانو درملنه په دې کلينيک کې کړې ده ،خو کلينيک شل بسترونه لري او نه شي کولى چې له شلو څخه زيات روږدي کسان تداوي کړي.
د داکټر مياخيل په وينا، که بسترونه او درمل زيات شي ،د ډيرو روږدو کسانو درملنه به وشي.
د کندوز د روږدو کسانو د درملنې کلينيک مسوول زياته کړه،چې روږدي کسان په خپله خوښه کلينيک ته راځي او په يوه مياشت کې تداوي کېږي،خو ستره ستونزه دا ده ،چې وروسته بيا نشې ته مخه کوي.
نوموړي زياته کړه: (( نږدې لس سلنه روږدې کسان چې موږ يې درملنه کوو ، بيا په نشو اخته کېږي او لامل يې دادى چې لا هم چاپريال ککړ دى او کورنۍ هم له خپل ناروغ څخه څارنه نه کوي.))
داکلينيک له تېرو دريو کلنو راپدېخوا د کندوز دعامې روغتيا په اډانه کې فعاليت کوي.
د رسمې شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي،خو دعامې روغتيا وزارت وايي،چې حکومت يواځي د يو سلنه د درمنلې توان لري خو په راتلونکو څو کلنو کې به د روږدو کسانو په درملنه کې ٤٠ سلنه زياتوالى راشي.
کندوز هغه ولايت دى ،چې د مسوولينو په وينا له تېرو پنځو کلنو راپديخوا د کوکنارو دکر کچه په کې صفرشوې ده، نو له دې کبله د نشه يي توکو په وړاندې دمبارزې وزارت د پراختيايى پروژو په برخه کې دې ولايت ته هر کال يو ميليون ډالر ځانګړي کوي، خو دنشه يي توکو قاچاق لاهم په دې ولايت کې دوام لري.
له نشه يي توکو سره د مبارزي مرستيال محمد ابراهيم ازهر دوه مياشتې وړاندې کندوز ته په خپل سفر کې ويلي و، چې هر کال ٨٥ ټنه نشه يي توکي د شمال ولايتونو له لارې چې کندوز هم په کې شامل دى ،د مرکزي اسيا هېوادونو ته قاچاق کېږي.
خو هغه ويلي و،چې د نشه يي توکو دقاچاق په مخ نيوي کې، د نشه يي توکو پر ضد دمبارزې د پوليسو توان زيات شوى دى.
دملګرو ملتونو د نشه يي توکو د ادارې او د جرمونو د کنټرول دفتر (UNODC) وايي ،چې اوس مهال دنړې په نورو هېوادونو کې دکوکنارو کرکېله د طبيعي افتونو ښکار شوى افغانستان دنړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدوي ،په داسې حال کې چې افغانستان تېرکال دنړۍ ٨٠ سلنه ترياک تولېدول.
دا په داسې حا ل کې ده،چې د روانې مياشتې په سر کې له ټول هېواد څخه څه دپاسه ٦٠٠ ديني عالمان په هغه سيمينار کې چې د دريو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوي و،راغونډ شوي وو او په لومړي ځل يې فتوا صادر کړه،چې د نشه يي توکو کارول،سوداګري د اسلام د شريعت په رڼا کې حرام او کښت يې ممنوع اعلان شو.










