منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۸ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي په هند کې روزل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي په هند کې د ګلوبل نړيوالې اکاډمۍ له خوا روزل کېږي.

 د کرکټ بورډ له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه روزنيز کمپ په نيپال کې راتلونکې اونۍ د اسيايي شل اووريزو سياليو کې د ګډون په موخه په لاره اچول شوى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي نوروز منګل، محمد نبي عيسى خېل، کريم صادق، اصغرستانکزی، شبير نوري او نجيب ځدران شامل دي.

 سرچينه زياتوي، چې دغه شپږ افغان توپ وهونکي (بيټسمينان) د هند د پونې ښار د ګلوبل په نوم په يوه نړيواله اکاډمۍ کې روزل کېږي.

 د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه روزنيز کمپ د لړم په ٢٦مه پيل شوى او ټاکل شوې، چې اته ورځې دوام ومومي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ مرستيال اجراييوي مشر دوست محمد نظري، چې اوسمهال له دغو لوبغاړو سره په هند کې دی، وايي، چې هندي روزونکي د توپ وهنې په برخه کې د افغان لوبغاړو پر نيمګړتياوو کار کوي.

 نظري زياتوي، دا چې افغانستان د توپ وهنې (بيټينګ) په برخه کې ستونزې لرلي، نو له دې امله د افغانستان کرکټ بورډ د دغې ستونزې د له منځه وړو په موخه د توپ وهونکو لپاره يو روزنيز کمپ پر لاره واچاوه.

 د هغه په وينا، د افغانستان ملي لوبډله په راتلونکې کې ډېرې مهمې لوبې لري او د توپ وهنې په برخه کې روزنه به له دوى سره په راتلونکو لوبو کې مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اونۍ نيپال ته ځي، ترڅو د ٢٠١٢ کال د نړيوالو شل اوريزو سياليو د غوراوي په سياليو کې ګډون وکړي.