کابل (پژواک ٣ ليندۍ٩٠): يو شمېر هغه لوبغاړي چې په اسيايي او نړيوالو لوبو کې يې لوړ مقامونه او اومډالونه ګټلي، وايي، چې دوى د کمو امکاناتو او له بهرنيو لوبغاړو سره په ډېر توپير سره، خپل هېواد ته وياړونه ور په برخه کړي دي.
په تېره يوه مياشت کې د اشي هارا کاراتې، کانګفو او بوکس ملي لوبډلې په درېيو بهرنيو مسابقو کې ښې ځلېدلې او په ټوليزه توګه يې د ٣٢ مډالونو په ګټلو سره دويم او درېيم مقامونه خپل کړي دي.
د اشي هارا کاراتې ملي لوبډلې د اروپا او اسيا د سياليو په لومړي دور کې، چې له لسو هېوادونو څخه د ١٦ ټيمونو په ګډون د ترکيې په انتانيا ښار کې ترسره شوې، ديم معام او شپږ مډالونه يې ترلاسه کړل.
د کانګفو ملي لوبډلې د شپږو مډالونو په ګټلو سره د هغو نړيوالو سياليو درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د ايران په شېراز ښار کې د ٤٤ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
همدارنګه د بوکس ملي ټيم د٢٠ مډالونو په ترلاسه کولو سره، د هغه رزمي ورزشونو د سياليو درېيم دريځ خپل کړ، چې د ترکيې په انتانيا ښار کې ترسره شوې.
د اشي هارا کاراتې په برخه کې د سروزرو د مډال يو ګټونکى وحيد احمد “جويا” د دغو وياړونو د ترلاسه کولو لامل د وطن دوستۍ د انګېزې او احساس درلودل ګڼي او وايي، سره له دې چې د افغان لوبغاړو امکانات له نورو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دي، خو هغوى د همدغه وطن دوستۍ د احساس پر اساس توانېدلي، چې د خپل هېواد لپاره وياړونه ترلاسه کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هغه امکانات چې د نورو هېوادو د لوبغاړو په لاس کې دي، زموږ لوبغاړي د امکاناتو له اړخه په تر صفر لاندې درجه کې دي، لوبغاړو ته پاملرنه نه کېږي او موږ خورا د مايوسۍ په حالت کې خپل ژوند پرمخ بيايو.))
جويا زياته کړه، چې لوبغاړي له بېلابېلو ستونزو، لکه د ښو خوړو نشتوالى، د وسايلو نه درلودل، د مساژ لپاره د ځاى نه شتون، د تمرينونو او سياليو لپاره د مناسبو ورزشي سالونونو نه شتون او د نويو پروګرامونو د روزنې په برخه کې مسلکي استادانو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.
د کاراتې د برخې يو مخکښ ډاکتر سخي “رسول”، په هېواد کې د امکاناتو د کمښت لامل د دولتې چارواکو بې غوري ګڼي او وايي: ((دولت نه دى توانېدلى، چې په ټوليزه بڼه بريالى وي، ورزش د دولتي چارواکو پر وړاندې د يوه بې ارزښته شي په بڼه ښکاري.))
هغه زياته کړه، کله چې د دولت له ځينو مشرانو سره خبرې کوي، چې لوبغاړو وياړونه ګټلي او د نړيوالو بېرغونو په منځ کې يې د افغانستان بېرغ هم رپولى دى، هغوى په دې اړه بې پروايي ښيي.
ډاکتر رسول په دغه باور دى، ډېر هغه وياړونه، چې تر اوسه د هېواد لپاره ګټل شوي دي، په انفرادي څانګو کې دي او سره له دې چې د اولمپيک ملي کمېټه له دوى سره مرسته کوي، خو د اولمپيک کمېټې مرسته په هغه حد کې نه ده، چې لوبغاړي دې وکولاى شي خپل ټول لګښتونه له هغې پوره کړي.
د ورزش د نړۍ دغه مخکښ زياتوي، چې ډېرو هغو لوبغاړو، چې په ځانګړو برخه کې وياړونه ترلاسه کړي، پر شخصي امکاناتو يا د دوستانو په مرسته دي.
هغه وويل، چې له همدې امله تر اوسه افغاني لوبغاړو په ټوليزو څانګو کې لکه د بسکټبال او واليبال په اسيايي لوبو کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
د اولمپيلک د ملي کمېټې رييس محمد ظاهر اغبر هم د ورزشي امکاناتو کموالى مني او وايي، هغه امکانات چې د نورو هېوادونو د لوبغاړو په واک کې دي، د افغان لوبغاړو له امکاناتو سره د پرتلې وړ نه دي.
د اغبر په وينا، هغه امکانات چې د هېواد د ورزش په واک کې دي، کولاى شي د دولت او ورزش لپاره يوه عايداتي منبع وي، خو د هېواد ورزشي فدراسيونونه تر اوسه يواځې مصرفي دي.
د اولمپيک د ملي کمېټې رييس زياتوي: ((زموږ د هېواد ورزش تر اوسه يواځې لګښت کړى، په داسې حال کې، چې په سترو هېوادونو کې ورزشي فدراسيونونه، خپلوهېوادونو ته يوه عايداتي سرچينه ده.))
خو هغه زياتوي، چې د اولمپيک ملي کمېټه، هغه امکانات چې په واک کې يې لري، په هغې سره کولاى شي د لوبغاړو لپاره ښه زمينه برابره کړي.
اغبر پژواک ته وويل: ((په هغه سفر کې، چې په دې وروستيو کې مې امريکا ته درلود، د هغه هېواد د ورزش د مديرانو له تجربو څخه مې زده کړې دي، چې څه ډول کولاى شي افغانستان د ورزش په څانګه کې پر خپل ځان بساينې ته ورسېږي.)
د اولمپيک د ملي کمېټې رييس وايي، چې که چېرې دولت له هغو پروګرامونو سره، چې دوى په هېواد کې د ورزش د پرمختيا او پر خپل ځان د بساينې لپاره، د امريکا د سفر له تجربو ترلاسه کړې دي، ورزش به خودکفايۍ ته ورسېږي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د يوه کال تر تېرېدو وروسته به په هغه صورت کې ورزش پر خپلو پښو ودرېږي، چې حکومت د اولمپيک د ملي کمېټې دغو پروګرامونو ته په مثبته بڼه ځواب ورکړي.
سره له دې چې لوبغاړي، د اولمپيک په ملي کمېټه کې د بوديجې کموالى د ورزش په برخه کې يوه ستونزه ګڼي، خو اغبر د ورزش په ډګر کې د يوه مديريت نشتوالى، د امکاناتو د کموالي يو دليل ګڼي او وايې: ((زه هېڅ کله د اولمپيک له بوديجې شکايت نه کوم، له دې سر ټکوم، چې موږ ونه شو کولاى سم مديريت رامنځته کړو.))
د اولمپيک د ملي کمېټې رييس وويل، هيله من دي، چې د لوبغاړو او ورزشي فدراسيونونو په مرسته له نويو تدبيرونو سره وکولاى شي، ورزش په لازمو وسايلو او امکاناتو سمبال کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د اولمپيک ملي کمېټې، د اشي هارا کاراتې، کانګفو، باسکټبال او سنوکر د څانګو د هغو لوبغاړو ستاينه وکړه، چې په وروستيو کې له سيمه ييزو او نړۍ والو سياليو څخه را گرځېدلي او د مډالونو په ترلاسه کولو سره يې هېواد ته وياړ ګټلى دى.
خو د ښځو د باسکټبال د ملي ټيم غړي ملالۍ انوري، د ورزشي وسايلو او امکاناتو د کموالي لامل ورزش ته د دولتي چارواکو کمه پاملرنه گڼي او وايي، چې په نورو هېوادونو کې د ورزش ښوونځي شتون لري، ځوانان او نوي ځوانان له لومړي ټولګي څخه په دغو ښونځيو کې د ښوونځې د درسونو ترڅنګ د خپلې خوښې په ورزشي څانګو کې هم زده کړې کوي.
د ښځو د باسکټبال د ملي ډلې د دغه غړې په خبره، د مناسبو خوړو او د ترانسپورت نشتوالى د هېواد د لوبغاړو يوه بله ستونزه ده.
د ښځو د باسکټبال ملي لوبډله تېره مياشت د تاجکستان هېواد د ښځو د باسکټبال په لوبو کې گډون وکړ او ويې کولاى شول، چې دويم مقام خپل کړي.
د يادونې ده، چې محمد رييس فنري او صالح محمد محمدي، د سنوکر د ملي لوبډلې غړو، د نړۍ د مسلکيانو په سياليو کې، سره له دې چې ويې نه شواى کولاى کوم مقام ترلاسه کړي، خو د ٦٠٠٠ امريکايي ډالرو د ورکولو تر څنګ د هر يوه ستاينه هم وشوه.
دغه سيالۍ درې مياشتې وړاندې له ٤٥ هېوادونو څخه د ٦٠ لوبغاړو په ګډون په ټايلند هېواد کې ترسره شوې وې.
له بلې خوا، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې لوبغاړو په اسيايي او نړيوالو لوبو کې، چې په سوېلي کوريا، ډنمارک، اوکراين، هند، کروشيا، پاکستان، ايران او چين کې ترسره شوې، ٥١ مډاله ترلاسه کړل او د اولمپيک د ملي کمېټې له خوا يې ستاينه وشوه.
دغه مډالونه په اتو ورزشي څانګو (تکوانډو، سنوکر، کيک بوکس، رزمي ورزشونو، اى ټي اف تکواندو، جودو، موتاى او بايسکل ځغلونې) کې درې د سروزرو، څلور د سپينوزرو او ٣٤ د ژېړو مډالونه وو.










