سرپل ( پژواک ٣ ليندۍ ٩٠) د سرپل ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه لري.
د سرپل د ښځو چارو رياست ادعا کوي، چې په تېرو اتو مياشتو کې د تاوتريخوالي کچې د تېر کال په پرتله نږدې ٧٠ سلنه زياتوالى موندلى دى.
د سرپل د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تيرکال د تاوتريخوالي د پېښو شمېره ٨٧ ته رسيدله، خو سږکال ١٤٨ پېښې ترسره شوې دي.
د نوموړې په وينا، تيره مياشت يوه ښځه له دې امله د خپلو خپلوانو لخوا ووژل شوه، چې يوې ميلمستيا ته تللې وه.
ددې د معلوماتو له مخې، بي وزلي، له قانون څخه ناخبري، جبري ودونه، د نجونو پلورل او پيرودل، له کور څخه بهر د سختو کارونو ترسره کول د تاوتريخوالي له پېښو څخه دي، چې د روان کال په ترڅ کې له هغوى سره ثبت شوي دي.
په همدې حال کې ميرمن ارزو وويل، چې يو لړ بېلابېل روزنيز او د پوهاوي پروګرامونه يې د دغه ولايت د ښځو لپاره ترلاسه لاندې نيولي دي.
د نوموړې په وينا، د روان کال له پيل څخه تراوسه ٤٠٠ تنه ښځې له روزنيزو کورسونو څخه فارغې شوي او په دې برخه کې تراوسه ١٣٠ زره امريکايي ډالره لګول شوي دي.
هغې همدارنګه وويل، چې د کورني تاوتريخوالي کچه له دوى سره تر ثبت شوې شميره ډيره زياته ده، ځکه په لرې پرتو سيمو کې دا ډول پېښې د سپين ږيرو او د خلکو د شوراګانو لخوا هوارېږي.
د صياد ولسوالۍ اوسيدونکې ٢٠ کلنې حسنيې پژواک ته وويل: (( يو کلنه وم، چې پلار او مور مې مړه شول او زه د خپلې خاله په کور کې لويه شوم. ))
نوموړې زياته کړه، چې خاله يې د پنځوسو زرو افغانيو په بدل کې په زوره او د دې له خوښې پرته واده کړې ده.
نوموړې چې د ښځو چارو وزارت ته راغلې وه، زياته کړه، چې ميړه يې هر وخت وهي او اوس د ښځو رياست ته راغلې، ترڅو ستونزه يې هواره شي.









