زرنج (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د يوه افغان کډوال مړى، چې د ايران په زندان کې يې د اعدام له وېرې سکته کړې وه، نيمروز ولايت ته راوړل شو.
د نيمروز د مرکز يوه اوسېدونکي محمدعظيم د ليندۍ په٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عبدالجليل په نوم يو نږدې خپلوان يې دوه کاله پخوا د زاهدان-کرمان لارې په اوږدو کې له درې کيلوګرام کرسټال هېروينو سره د ايران د پوليسو له لوري له نيولو وروسته د کرمان په محبس کې بندي شو.
نوموړي د عبدالجليل د مدافع وکيل او د هغه د مېرمنې له قوله، چې د خاوند د مړي د ترلاسه کولو لپاره ايران ته تللې وه زياته کړه، چې د زندان مسوولينو شپږ ورځې وړاندې عبدالجليل خبر کړى و، چې په اعدام محکوم شوى دى.
عظيم څرګنده کړه، چې ٢٥کلن عبدالجليل د دې خبر د اورېدو له امله سکته وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((جليل د مېرمنې او دوو ماشومانو خاوند دى او له مجبوريت څخه د کار لپاره ايران ته تللى و، خو نا اهلو ملګرو يې هغه په دام کې واچاوه.))
هغه وويل، چې د عبدالجليل مېرمن د خاوند د مړينې له خبرېدو وروسته ايران ته ولاړه او پرون يې د هغه جنازه نيمروز ته راوړه.
عظيم د ايراني محکمې له خوا د عبدالجليل په اعدام محکومول له حده زيات ظلم وباله او زياته يې کړه، جرم يې د اعدام تر بريده نه و.
نوموړي له افغان دولت څخه وغوښتل، چې په ايران کې د افغان زندانيانو د لېږد په اړه دې پاملرنه وکړي.
د نيمروز ولايت د کډوالو چارو رييس محمداکبر چخانسوري د دې پېښې په پخلي سره له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې په ايران کې دې د بندي افغانانو د اعدام د بندولو په برخه کې د ياد هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د نيمروز دکډوالو چارو رياست له مسوولينو څخه يو تن، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل: ((دوه ورځې وړاندې د فراه ولايت دوه اوسېدونکي، چې په ايران کې اعدام شوي وو، له ايران څخه زرنج او بيا فراه ته راوړل شول.))
د يادونې ده، چې شاوخوا ٥ زره افغانان د ايران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين د روان کال د وري په ٧مه د مشرانو جرګې په ناسته کې وويل، چې په ايران کې د ٥ زره افغان بنديانو له ډلې څخه ٤ زره يې د نشه يي توکو په قاچاق تورن دي، چې ٢٨٠ تنه يې په اعدام محکوم شوي دي.
تېرکال د کابل او هرات سلګونو اوسېدونکو په ايران کې د افغان بنديانو د اعدام په غبرګون کې لاس په لاريونونو پورې کړ او د هغوى د اعدام د مخنيوي غوښتنه يې کوله.










