ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکرکټ ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه نيپال ته روانه شوه

دکرکټ ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه نيپال ته روانه شوه

author avatar
28 Nov 2011 - 17:00
دکرکټ ملي لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه نيپال ته روانه شوه
author avatar
28 Nov 2011 - 17:00

کابل ( پژواک ٧ ليندۍ ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسيايي شل اووريزو سياليو کې د ګډون په موخه د ليندۍ په اومه د نيپال پر لور وخوځېده.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ليندۍ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې د نيپال په پلازمېنه کټمنډو ښار کې د ليندۍ په ١٢مه، پيل او يوه اونۍ به ادامه و لري.

سرچينې زياته کړې، چې په دې سياليو کې دافغانستان ترڅنګ  هانګ کانګ، عمان ،کويټ، نيپال،ماليزيا،متحده عربي امارت، سعودي عربستان، بوتان او مالديپ لوبډلې برخه لري .

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اووريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي ، چې افغانستان لا دمخه د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې ده دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش د افغان لوبډلې له تياريو خوښ دى او وايي چې شپږ افغان توپ وهونکو د هند له اته ورځني روزنيز کمپ څخه ډېره زده کړه کړې ده.

 د دانش په وينا، د نيپال سياليو لپاره د افغانستان ملي لوبډله په ډېر دقت سره ټاکل شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې د هېواد والو په دعاګانو سره ملي لوبډله د يادو سياليو اتلولي ترلاسه کړي.

د نيپال سياليو ته لاندې ملي لوبډله ټاکل شوې ده.

نورز منګل (کپتان)، محمد نبي عيسی خېل (مرستيال کپتان)، شبيرنوري، شهزاد محمدي،کريم صادق،نجيب ځدراڼ،اضغر ستانکزی،سميع الله شينواری ،ميرويس اشرف،ګلبدين نايب،ضميرخان،نسيم خان ،حميد حسن مومند اودولت ځدراڼ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.