کابل ( پژواک ٧ ليندۍ ٩٠) : د سنوکر لوبې د نړيوالې قهرمانۍ سيالۍ نن په هندوستان کې پيل شوې او افغان لوبغاړي پخپلې لومړۍ سيالۍ کې پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ وياند مجيب الرحمن رحماني د ليندۍ په اومه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ نن د هندوستان په بنګلور ښار کې پيل شوې او د ليندۍ په ١٢مه به پاى ته ورسېږي.
هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې د ٤٠ هېوادونو ٨٠ د سنوکر لوبغاړو برخه اخيستې ، چې په ١٦ ډلو وېشل شوي دي.
رحماني وايي چې د افغانستان لوبغاړي رييس خان سينزي په ميم ګروپ او صالح محمد په جيم ګروپ کى ځاى لري.
د نوموړي په وينا، افغان لوبغاړو نن خپلې سيالۍ پيل کړې، رييس خان خپله لوبه له پاکستاني سيال محمد اصف څخه څلور په دوه ميزونو وګټله ، خو بل افغان لوبغاړي صالح محمد له خپل هندي سيال حسين څخه څلور په صفر ماتې وخوړه.
ټاکل شوې ده ، چې نن صالح محمد خپله دويمه لوبه هم ترسره کړي.










