منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ په سياليو کې سپين غر او بندامير لوبډلو خپلو سيالو لوبډلو ته ماتې ورکړه

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): په ننګرهار ولايت کې د زونونو ترمنځ د کرکټ په سياليو کې سپين غر او بندامير لوبډلو خپلو سيالو لوبډلو ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ کلپونو ترمنځ يوه ورځنۍ سيالۍ، پرون (د ليندۍ ٦مه) د ننګرهار ولايت په نړيوال غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوې.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا نن (د ليندۍ ٧مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سياليو په دويمه ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ د سپين غر او مس عينک لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې او دويمه د بند امير او بست لوبډلو ترمنځ د مارکو په لوبغالي کې ترسره شوه.

د خبرپاڼې په حواله، د لومړۍ لوبې په پيل کې پچه د سپين غر زون لوبډلې وګټله او د بېټنګ بلنه يې د مس عينک زون لوبډلې ته ورکړه، چې دغې لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې جوړې کړې او سپين غر ته يې د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه.

سرچينه وايي چې د مس عينک له لوري، سميع الله ۵۲ منډې جوړې کړې او د سپين غر له لوري عدنان څلور لوبغاړي وسوځول او د سپين غر لوبډلې دغه هدف په وروستي څلوېښتم اور کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د سپين غر لوبډلې لوبغاړي عدنان د ښه بالېنګ (توپ اچونې) ترڅنګ ښه بېټنګ هم وکړ او ۵۹ منډې يې جوړې کړې او غوره لوبغاړی اعلان شو.

همداراز نن دويمه لوبه، چې د مارکو په لوبغالي کې ترسره شوه، پچه د بند امير لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د بست زون لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه، چې د بست زون لوبډلې په ۳۱ اوورنو کې دلسو لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

ويل شوي، چې د بند امير زون لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په نولسم اور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د بند امير له لوري رفيع، ۳۳ او بابر ۳۴ منډې جوړې کړې، د بند امير لوبغاړی نور الحق غوره لوبغاړی اعلان شو.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د بندر امير لوبډلې سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.