کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): د کابل ښار د فوټسال لوبې غوره ليګ سيالۍ د ستاره ازادي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټسال کمېټې مسوول علي کاظمي د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار د غوره ليګ سيالۍ، چې په کې ١٢ لوبـډلو برخه اخيستې وه، څه موده مخکې پيل شوې وې او تر نيمه پاى لوبې پړاو ته رسېدلې وې.
هغه زياته کړه چې له يوه ځنډ څخه وروسته، تېره ورځ ناوخته د دې سياليو دوه نيمه پاى لوبې او پاى لوبه ترسره شوه.
کاظمي وويل چې په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې، د ستاره ازادي لوبډلې د موج لوبډلې ته نهه په يو ماتې ورکړه.
دى وايي چې په دويمه نيمه پاى لوبه کې د استقلال لوبډلې، ګوهرشاد لوبډلې ته دوه په يو ګول ماتې ورکړه.
د نوموړي په وينا، په پاى لوبه کې چې د استقلال او ستاره ازادي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، تر ټاکل شوې وخته پورې درې په درې مساوي پاى ته ورسېده؛ خو وروسته د پنلټي په مرحله کې د ستاره ازادي لوبډلې، استقلال لوبډلې ته څلور په درېيو ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.










