پل علم(پژواک ٩ليندۍ ٩٠): هغه ترافيکي پېښه ،چې ديوتن دټپي کېدولامل شوه، په ترڅ کې يې دکابل –لوګر لويه لار له دوو ساعتونو څخه راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د لوګر ولايت دترافيکو مديريت د حادثاتو امر لومړي څارن سردارمحمد نن(دليندۍ ٩مه) پژواک ته وويل،چې ايساف ځواکونو ته يو تېل وړونکى ټانکر ، چې دګردېز پر لور روان و،د زيات سرعت له امله ددې ولايت د واغجان په تنګي کې د سړک په منځ کې اوښتى دى.
هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې د ټانکر چلونکى ټپي شو او روغتون ته لېږدول شوى دى.
سردارمحمدوويل، چې ترافيک او پوليسو ځواکونه هڅه کوي ،چې له سړک څخه د موټر په لرې کولو سره ، لويه لار دترافيکو پرمخ خلاصه کړي .
د محمدرحيم په نوم يوتن ،چې له ګردېز څخه دکابل پر لور روان و، پژواک ته وويل: (( له دوو ساعتونو راهيسې دتېلو يوټانکر په سړک نسکورشوى او سلګونه باروړونکي او مساپروړونکي موټر د سړک داوړو غاړو ته تم دي.))
هغه زياته کړه،چې تر اوسه د اوښتي موټر د لرې کولو په خاطر هيڅ ګام نه دى پورته شوى او زرګونه مساپر له ستونزو سره مخ دي.
د نايب امين الله خان لوګري په روغتون کې يوتن ډاکټر حميدالله پژواک ته وويل،چې له دې ترافيکي پېښې څخه يو ټپي دې روغتون ته راوړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.










