کابل (پژواک ١١ ليندۍ٩٠): د اريانا افغان هوايي شرکت په يوه الوتکه کې د تخنيکي عوارضو له امله، سلګونه افغان حاجيان له درېيو ورځو راهيسې د جدې په هوايي ډګر کې پاتې دي.
د عربستان د جدې له نړيوال هوايي ډګر څخه افغان حاجي مولوي شايق احمد د ټيلېفون پر ليکه نن (د ليندۍ ١١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، نن درېيمه ورځ ده، چې سلګونه افغان حاجيان د جدي په هوايې ډګر کې د اريانا الوتکې د نه شتون له امله منتظر پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، په نوموړي هوايي ډګر کې پاتې حاجيان، چې سپين سرې ښځې او سپين ږيري هم په کې شته، له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
يوه بل حاجي جمال احمد پژواک ته وويل، ((دا مو درېيمه ورځ ده، چې د جدي په هوايې ډګر کې بند پاتې يو، پيسې هم راسره خلاصې شوې او له زياتو ستونزو سره مخ يو.))
حاجي شفيع الله د جدي په هوايې ډګر کې د افغاني حاجيانو ستونزې له پژواک سره په دې ډول شريکې کړې: ((کور ته د تلو په انتظار له درېيو ورځو راهيسې دلته پراته يو او نن د عربستان پوليسو راته سامانونه ايسته وغورځول او ډېر بد سلوک يې راسره وکړ.))
يوه بل تن حاجي زبير، چې د جدې په هوايي ډګر کې پاتې دى، وويل، کومه الوتکه چې راشي، لومړى هغه حاجيان لېږدوي، چې رشوت ورکړي او وايي: ((موږ حيران پاتې يو، چې څه وکړو.))
يوې ښځينه حاجي بي بي حفصې د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل: ((زه د زړه تکليف لرم او مساپري تنګه کړې يم، داسي څوک نشته، چې دلته زموږ غم وخوري.))
د افغانستان د حج او او قافو وزارت اداري او مالي مرستيال داعي الحق عابد پژواک ته په خبرو کې د يادو حاجيانو ستونزې ومنلې او زياته يې کړه، چې د حاجيانو د رالېږد لپاره د اريانا دوه الوتکې ځانګړې شوې وې، خو د ده په وينا، ياده ستونزه هغه مهال رامنځته شوه، چې له دغو دوو الوتکو څخه يوې يې تخنيکي ستونزه پيدا کړه.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې الوتکې تخنيکې ستونزه اوس حل شوې او نن (د ليندۍ ١١مه) لس بجې کابل ته راورسېده.
هغه وويل، چې د دغې الوتکې د تخنيکي ستونزې له هوارېدو وروسته به د حاجيانو د انتقال په برخه کې رامنځته شوې ستونزې له منځه ولاړې شي.
داعي الحق وويل، چې پاتې ١١زره افغان حاجيان به تر راتلونکو ١٠ورځو افغانستان ته را ولېږدول شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال له هېواد څخه څه د پاسه ٣٠ زره افغانان د حج فريضې د ادا کولو په موخه عربستان ته تللي وو.










