منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار ٢٤٠ ښوونکو او زده کوونکو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠) : د ماشومانو نړيوال صندوق (UNICEF) د ننګرهار د پوهنې د رياست په مرسته د جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ ٢٤٠ ښوونکو او زده کوونکو ته د کرکټ ٦ ورځنۍ روزنه ورکړه.

په ختيځ کې د يونيسيف دفتر وياند عزيز فروتن د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روزنه د ٢٠ ښوونځيو ٢٠٠ نجونو او هلکانو ته  د ٤٠ نارينه او ښځينه روزونکو له خوا ورکړل شوه.

هغه زياته کړه، چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى  او د يونيسيف د خيرښېګڼې سفير رييس احمدزي د دغه روزنيز پروګرام روزنه پر غاړه درلوده.

د فروتن په وينا، نن يې د جلال اباد په کرکټ اکاډمۍ کې هلکانو او په بېلابېلو ښوونځيو کې کلتوري دودونو ته په درنښت د نجونو لپاره سيالۍ برابرې کړې دي.

نوموړى وايي، يونيسيف په پام کې لري، چې دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

روزونکي رييس احمدزي پژواک ته وويل، چې د يوه هېواد نجونې او هلکان بايد د روغتيا، سپورت او زده کړو په برخه کې ښه وروزل شي، چې پر وينا يې د بدني روزنې په برخه کې د ښوونځيو زده کوونکو ته کوم ځانګړى کار نه دى شو‌ى.

د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او د يونيسف له خوا په هېواد کې د خير ښيګڼې سفير رييس احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې ورځې ٤٠ ښځينه او نارينه ښوونکو او دوه ورځې هم ٢٠٠ نجونو او هلکانو ته روزنه ورکړه، چې نن (شپږمه ورځ) يې د عملي کار ارزونه ده.

نوموړي زياته کړه، چې له يوې خوا ننګرهاريان د کرکټ مينه وال دي او بل لور ته د دوى په مرسته په ٢٠ ښوونځيو کې د سپورت د ښوونکو د روزنې له لارې ٢٠ لوبډلې جوړې شوې دي.

د وزير محمدګل خان لېسې د بدني روزنې ښوونکي نعمت ګل پژواک ته وويل، چې د کورنيو جګړو له امله تر دمګړۍ دولت نه دى توانېدلى د بدني روزنې ښوونکي وروزي.

نوموړي زياته کړه، چې په درېيو ورځو کې يې د کرکټ لوبه او قوانين زده کړل، چې له زده کوونکو سره به د سپورت په درسي ساعت کې ورته ګټور تمام شي.

د يادونې ده، چې د روان کال په لومړيو کې هم يونيسيف په ننګرهار کې د کرکټ اکاډمۍ په مرسته سلګونه ځوانان په دې برخه کې روزلي و.