کندهار (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): دسوېلي زون فوټبال سياليو په لړکې د هلمندد فوټبال منتخبې لوبډلې د کوربه کندهار لوبډلې او د نيمروز لوبډلې زابل ته ماتې ورکړه.
په کندهار کې د سوېلي زون د غوره فوټبال لوبډلو ترمنځ د تېرې جمعې په ورځ سيالۍ پيل شوې، چې په کې دکوربه لوبډلې ترڅنګ د هلمند، زابل او نيمروز ولايتونو لوبډلې برخه لري.
د کندهار ولايت ورزشي امر محمدالله ګلالي د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له مهالوېش سره سم پرون مازيګر دوې لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ کې د نيمروز منتخبې لوبډلې د زابل لوبډلې ته پنځه پر يو ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه، چې په دويمه لوبه کې کوربه کندهار د هلمند ولايت د فوټبال لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووت، خو په خپل کور کې يې له مېلمه لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
نوموړى وايي، چې د هلمند پياوړى لوبغاړى محمدعلي مشهور په چينايي، له پرله پسې هڅو وروسته د لوبې په وروستيو شېبو کي وتوانېد، چې خپله لوبډله، له سرسختې سيالۍ وروسته د کندهار لوبډلې پر وړاندې د بريا تر بريده ورسوي.
د ګلالي په وينا، له دې مخکې په نورو سياليو کې د هلمند لوبډلې له دې وړاندې زابل ته په ٩ ګولونو او کندهار لوبډلې نيمروز ته په دوو ګولونو ماتې ورکړې وې.
نن به د کندهار او زابل، هلمند او اروزګان لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شي.










