جلال اباد (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هېواد د پنځو زونونو د کرکټ کلپونو ترمنځ د يو ورځنۍ کرکټ سياليو په پاى لوبه کې د بند امير زون لوبډلې مس عينک ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
د کرکټ بورډ له خوا د ليندۍ په ١٥مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه پاى لوبه پرون له غرمې وروسته د ننګرهار په غازي امان الله نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه؛ پچه د مس عينک وګټله، خو بند امير لوبډلې ته يې د لوبې بلنه ورکړه.
سرچينې زياته کړې چې د بند امير لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې جوړې کړې؛ د بند امير له لوري يواځې بابر ښه لوبه وکړه او ۲۲ منډې يې جوړې کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د مس عينک له لوري ايوب او نعمت د بند امير ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.
سرچينه کاږي، چې د مس عينک لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٠ اورونو کې په ٧٦ منډو وسوځېدله؛ د مس عينک له لوري عالم ٢٩ او جمال ١٥ منډې جوړې کړې او د بند امير له لوري زرجان د مس عينک درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د سپين غر زون لوبډلې لوبغاړى عدنان د دې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.
په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ د پلاوي له خوا پر ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو کپونه او ډالۍ ووېشل شوې.










