منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۱ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ د شل اووريزو اسيايي سياليو اتل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل ( پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠ ) : افغانستان په نيپال کې د کرکټ د اسيايي شل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه.

په نيپال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې منيجر شفيق ستانکزي د ليندۍ په ٢٠ مه،د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دسياليو  پاى لوبه دافغانستان او هانګ کانګ ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې پخپله د لوبې يا بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.

ستانکزي وويل چې دافغانستان لوبډلې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، خو ګلبدين نايب ډېره ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې يې ١٢٥ ته په رسولو کې ډېره مرسته وکړه.

د نوموړي په وينا، ګلبدين نايب ٥٧، محمد نبي ٢٤، شبير نوري ١٣ او حميد حسن ١٠ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې منيجر وويل چې د هانګ لوبډلې د ١٢٦ هدف په تر لاسه کولو کې ډېره ښه لوبه وکړه او تر ٥٢ منډو پورې يې يواځې يو لوبغاړى سوځېدلى و.

خو شفيق زياتوي چې له دې وروسته افغان توپ اچوونکو ډېره ښه لوبه ترسره کړه او په ځانګړې توګه حميدحسن په يوه اوورکې د هانګ کانګ درې لوبغاړي وسوځول او د هغوى ملا يې ماته کړه.

نوموړي وويل چې د هانګ کانګ ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ١١٧ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دغه پاى لوبه د اتو منډو په توپير سره وګټله او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

حميد حسن ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر (کپتان ) نوروز منګل پر دې بريا خوښي څرګنده او زياته يې کړه چې دا بريا يې د هېوادوالو د دعاګانو له برکته ترلاسه کړې.

نوموړي له نيپال څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو وخت دوى داسې انګېرله، چې لوبه يې له لاسه وتلې، خو په وروستيو مرحلو کې د حميد حسن او  محمد نبي د ښې لوبې له امله  دوى بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په دې بريا ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وويله .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى د نيپال اسيايي سياليو لپاره يوه ښه لوبډله ټاکلې وه او هغوى هم ښه لوبه ترسره او اتلولي يې خپله کړه.

سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود هم ددې اتلولۍ په ترلاسه کولو د خوښۍ ترڅنګ وويل چې افغان ملي لوبغاړو، چې د نورو هېوادونو په څېر د لوبې لپاره زيات امکانات نه لري، بيا يې هم ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

افغانستان له دې مخکې په ګروپي سياليو کې عمان ، بوتان مالديف او مالېزيا ته او په نيمه پاى لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړې وه.

په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د هانګ کانګ، عمان، کوېټ، نيپال، مالېزيا، متحده  عربي امارتو، سعودي عربستان، بوټان او مالديف لوبډلې برخه لري .

 

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ د ۲۰۱۲ کال د نړيوالو شل اووريزو سياليو ته د لارموندنې د لومړي پړاو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغانستان لا دمخه د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي وروستي پړاو ته لار موندلې ده، چې ټاکل شوې ده، دوه مياشتې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د يادونې ده ، چې افغانستان په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې هم دغه اتلولي خپله کړې وه.