کابل (پژواک٢٠ليندۍ٩٠): ولسمشر کرزي په يوه تليفونې اړيکه کې د جنوبي اسيا د فوټبال په سياليو کې ددويم مقام په ترلاسه کولو ملي لوبډلي ته مبارکۍ وويله.
دسويلي اسيا هيوادونو د فوټبال سياليو په پاي لوبه کې هندوستان افغانستان ته په ماتي ورکولو لومړۍ مقام وګټلو او افغانستان دويم مقام خپل کړ.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلى، چي حامد کرزي د هېواد د فوټبال ملي لوب ډلې غړو ته وويل(( چې له هندوستان سره په دغه لوبه کې د افغانستان خلکو ته تاسو اصلي ګټونکي یاست.))
سرچينه کاږي چې ولسمشر کرزي زياته کړه: ((تاسو په دغه لوبه کې د هندوستان له لوب ډلې سره ډير ښه وځليدلی، ما ستاسو دغه لوبه د ټلويزيون له لارې د يوه ليدونکي په توګه په زياتي ميني سره وکتله چې په تخنيکي لحاظ ډيره عالي وه.))
همدارازحامدکرزي د تليفون په لکه د فوټبال ملي لوبډلي سر روزونکي محمد يوسف کار ګر ته وويل:که څه هم دا د دوو دوستو هېوادونو د فوټبال د لوب ډلو ترمنځ دوستانه لوبه وه، خو ماته د دغې لوبې د يوه کتونکي په توګه د افغانستان دلوبډلي دګولکيپر د لرې کيدو دلايل څرګند نه شول، خو بيا هم تاسو ته مبارکۍ وايم چې د افغانستان د فوټبال او دکرکټ لوبډلي، په هېواد کې له درې لسيزې جګړې وروسته په دغسې سترو سياليوکې ګډون کوي ، لومړی او دويم مقام ګټي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال لوب ډلې د سريلانکا، بوتان او نيپال لوب ډلو ته له ماتې ورکولو څخه وروسته له هندوستان سره سيالۍ ته را ووته خو په پاي کې يې د هندوستان لخوا ٤ د صفر په مقابل کې د ماتى په خوړلو سره د يادو سياليو دويم مقام ترلاسه کړ.










