منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

سږ کال په هېواد کې د اور لګېدنې د پېښو له امله ٣٠٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠) سږ کال په ټول هېواد کې د اور لګېدنې په ٩٣٦ پېښو کې څه باندې ٣٠٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى، خو که د اطفايې رياست تشکيل پراخ شي، د اور لګېدنې پېښې به کمې او د زيانونو کچه به هم راټيټه شي.

دا څرګندونې د پوليسو د چارو عمومي رياست اړوند د اطفايې رياست مشر پاسوال عبدالفتاح فروغ د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د اورلګېدنې له پېښو څخه ٢٣٨ يې په کابل او پاتې نورې يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې يادې پېښې په مارکيټونو، کورونو او دولتي ودانيو کې رامنځته شوې او د ډېرو لامل يې د خلکو بې پروايي وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې ١٥٥٧ د اورلګېدنې ورته پېښې رامنځته شوې وې، خو ده ونه ويل، چې تېر کال د دغه پېښو له امله څومره زيان اوښتى دى.

د اور لګېدنې د پېښو سږنۍ او د تېر کال شمېرې ښيي، چې سږ کال په منځنۍ کچه په هره مياشت کې ١١٧ او تېر کال ١٣٠ پېښې رامنځته شوې دي.

دده د معلوماتو له مخې، دغه مهال د اطفايې د رياست او د کابل د اطفايې امريت په ګډون په کابل ښار کې د اطفايې شپږ مرکزونه فعال دي او د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې د اطفايې يوه، يوه څانګه فعاله ده.

د هغه په وينا، د کابل ښار د اطفايې په هره څانګه کې درې د اور وژنې لوى (کارګو) او پنځه کوچني موټر شتون لري.

لوى کارګو موټر په يو وخت د نهه زره لېترو اوبو او کوچنى موټر د درې زره لېتر اوبو د لېږد وړتيا او د اور وژنې اړين وسايل لري.

د فروغ د معلوماتو له مخې، دغه مهال چې د هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار او کندوز له ښارونو څخه په هر يوه کې درې کارګو او پنځه کوچني موټر فعاليت لري، ځکه چې له کابل وروسته په هېواد کې د ګڼې ګوڼې او سوداګريزو ودانيو له مخې دويم لوى ښارونه دي.

هغه وويل، چې د هېواد په ځينو ولايتونو کې دوه کارګو ، درې کوچني موټر او په ځينو ولايتونو کې يو کارګو او يو کوچنى د اور وژنې موټر فعاليت لري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د اطفايې رياست په مرکز او ولايتونو کې د مجادلوي څانګو تر څنګ وقايوي څانګې هم لري، چې د اور لګېدنو د مخنيوي لپاره کار کوي.

د ده په وينا، وقايوي څانګې د اور لګېدنو د مخنيوي په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړېدو په موخه د ملي راډيو ټلوېزيون له لارې تبليغات کوي او د نويو ښارګوټو لپاره هم د اور لګېدنو او له دې لارې د زيانونو د مخنيوي په موخه پلان ورکوي.

خو هغه زياته کړه، دغه رياست پلان لري، چې د اور لګېدنې د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي تبليغات پراخه کړي او خلک په دې وپوهوي، چې له برېښنا، ګاز او له نور سون توکو په کوم ډول استفاده وکړي.

فروغ وايي: ((خلک چې کله ويده کېږي، بايد بخارۍ چالانه پرې نه ږدي، گاز، تېل او اورلګيت بايد له ماشومانو څخه لرې وساتل شي او لويان يې هم په کارولو کې احتياط وکړي.))

دغه راز هغه وويل، دوى هڅه کوي، ترڅو په کورونو، مارکېټونو، دفترونو او موټرو کې د اور وژنې د کوچنيو بالونونو شتون ترويج کړي.

د ده په وينا، د اور وژنې واړه بالونونه کولاى شي تر درې متره لرې ساحه کې لګېدلى اور ووژنې.

فروغ وايي، چې د اطفايې رياست اوسنى تشکيل او امکانات کافي نه دي.

ده له اړوند چارواکو وغوښتل، چې د اطفايې رياست تشکيل پراخه او اړين وسايل يې زيات کړي.

هغه ونه ويل، چې د هېواد په کچه څومره نور د اور وژنې وسايلو، کارکوونکو او څانګو ته اړتيا ده، خو زياته يې کړه، چې دغه مهال دغه رياست په دې اړه پر يوه پلان کار کوي.

خو هغه د کابل ښار په اړه، چې دغه مهال شاوخوا پنځه ميليونه وګړي په کې ژوند کوي، وويل، په پام کې ده چې د ١٣٩٣ کال تر وروستيو په دغه ښار کې د اطفايې څلور نورې څانګې هم جوړې شي.

فروغ وايي، چې که د دغه رياست تشکيل پراخه او اړين امکانات ورته برابر شي، نو په هېواد کې به د اورلګېدنو او له دې امله د زيانونو کچه راټيټه شي.

دغه راز دى وايي، په پام کې ده، چې په راتلونکو درېيو کلونو، په ټولو ولايتونو کې د اطفايې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړې شي.

د هغه په وينا، چې اوسمهال د اطفايې ولايتي څانګې د امنيه قوماندانيو په ودانيو کې فعاليت لري.

د ده د څرګندونو له مخې، همدا اوس د کابل په ښار کې د اطفايې د شته مرکزونو لپاره د ودانيو د بيا رغونې کار روان دى او د کب په مياشت کې به بشپړ شي.

دى وايي، چې دغه مهال په افغانستان کې د اطفايې د څلورنيم مياشتنيو زده کړو يو ښوونځى شته، خو په پام کې ده، چې د اطفايې اکاډمۍ هم جوړه شي.

فروغ زياته کړه، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به د کابل د شکردرې د ولسوالۍ اړوند په ١٢٤ جريبه ځمکه کې د اطفايې اکاډمۍ لپاره ودانۍ د امريکا د متحدو ايالتونو په مرسته جوړه شي.