میدانښار ( پژواک ٢٢لیندۍ ٩٠):دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې دڅه کم پنځه میلیونه افغانیو په لګښت دیوه تفريحي پارک دجوړولو چارې پیل شوې.
ټاکل شوى چې دغه پارک د څلورو مياشتو په اوږدوکې په ١٢زره متره مربع ځمکه کې جوړ شي.
د ميدان وردګو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلى، چۍ د دغه ولايت په مرکز کې د يوه تفريحي پارک د جوړيدو چاري پيل شوى.
خبرپاڼه زياته وي ، چې د دغه پارک د جوړيدو چاري نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ميدان ورد ګو د والي محمد حليم لخوا د پټۍ په پريکولو سره پيل شوى.
سرچينه کاږي چې د پټۍ د پريکولو د مراسمو پرمهال محمد حلیم فدایي وويل، چې ((د دې تفريحي پارک په جوړيدو سره به د ښار د هټيوالو او او سيدونکو لپاره د تفريح يو مناسب ځاي پيدا شى.))
والي زياته کړه ، چې د ياد پارک په جوړیدو سره به دښار په ښکلار او بڼه کې زيات بدلون رامنځته شي.
د ميدان وردګو ولايت د ښاروالۍ سرپرست ښاروال انجینیر محمود وويل، چې د دغه پارک په جوړيدوڅه کم پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه به پرې ولګول شي.
د سرپرست ښاروال په وينا، ټاکل شوى چې ياد پارک به د څلورو مياشتو په اوږدو کې په ١٢زره متره مربع ځمکه کې جوړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې د پارک د جوړيدوموخه دښار اوسیدونکو ته د ښه خدمتونووړاندى کول دى.