جلال اباد (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): که څه هم په جلال اباد ښار کې د اور لګېدنو له امله دوکاندارانو ته د سلګونو زرو افغانيو زيان اوښتى، خو د ښار په منځ کې د يوې بلې پراخې اورلګېدنې مخه ونيول شوه.
دغه اورلګېدنه تېر مازديګر ناوخته د جلال اباد ښار د تلاشۍ په څلورلارې کې د مالوچو په دوکانونو کې د يو جنراتور له سلنسر څخه لګېدلى و.
د يوه سوځېدلي دوکان مالک سيف الرحمن پژواک ته وويل: ((د مالوچو ماشين ته ولاړ وم، له دوکانه مې ناڅاپه لوخړې پورته شوې.))
نوموړي زياته کړه، چې په هټۍ کې يې د ماشينونو د سوځېدو ترڅنګ د يو ميليون افغانيو په ارزښت ورته زيان اوښتى دى.
د عرفان الله په نوم د يوه بل سوځېدلي دوکان هټۍ وال پژواک ته وويل، چې اور ماښام څلور بجې ولګېد.
نوموړى زياته کړه، چې د اور وژنې مرکز دوى ته په نيم کيلومترۍ کې واقع دى، خو د پېښې ځاى ته نيم ساعت وروسته ور ورسېدل.
د ننګرهار د اور وژنې امريت د سټېشن مشر څارمن محمدعارف پژواک ته وويل، چې په واټونو کې د موټرو ګڼه ګوڼه او د اور وژنې د خطر هارنونو ته د موټر چلوونکو نه پاملرنه کله نا کله د اور وژنې عمله له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.
څارمن محمدعارف زياته کړه، په ٢٠ دقيقو کې يې کارکوونکي وتوانېدل، چې اور ووژني او د خورېدو مخه يې ونيسي.
د يادونې ده، چې په جلال اباد کې د دولتي برېښنا د نشتوالي له امله هټۍ وال پټرولي او ډېزلي جنراتورونه کاروي، چې له امله يې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي او هر کال خلکو ته لسګونه ميليونه افغانۍ زيان اړوي.
تېرکال دوه ځلې د غاليو په مارکيټ کې د اور لګېدنې له امله ١٥٠ دوکانونو ته، د والي ګل اغا شېرزي پر وينا، ٤٠٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتې و.










