کابل ( پژواک ۲۵ لیندۍ ۹۰ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هیواد په پلازمینه کابل کې جوړ شوی د کرکټ نړیوال سټیډیوم د یکشنبې په ورځ پرانستل کیږي اوټاکل شوې ده چې په همدې ورځ به د هیواد د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه هم ترسره شي .
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوی رییس نسیم الله دانش د لیندۍ په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه په نړیوال معیار سټیډیوم د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت چې دامریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایی ادارې ( یو ایس ای اي ډي) لخوا ورکړل شوی، د کیير انټرنیشنل او افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه ، دا سټیډیوم چې د چمن حضوري او کابل نندارې ترمنځ ساحه کې جوړ شوی، د شین چمن درلودلو ترڅنګ ، پکې څلور پیچونه، د تمریناتو او اکاډمۍ لپاره ځانګړې ساحه او اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.
دی وایي چې دغه راز په دې سټیډیوم کې د نندارچیانو لپاره پراخه ساحه ځانګړې شوې چې پکې په یوه وخت کې لس زره نندارچیان د لوبې ننداره کولی شي.
دانش وایي چې په دې سټیډیم کې د میلمنو، چارواکیو او لوبغاړو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ او د پارکنګ د عصري تشنابونو اسانتیا هم برابره شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې دغه نوی جوړ شوی په نړیوالو معیارونو برابر سټیډیم د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه، به د ګڼ شمیر دولتي چارواکیو، د کرکټ بورډ مسوولینو، لوبغاړو او مینه والو په شتون کې پرانستل شي.
د کرکټ بورډ اجرايیوي رییس وویل چې په همدې ورځ به په دې نوي سټیډیوم کې د هیواد د کرکټ د ملي او نولس کلنو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه هم ترسره شي او دا لوبه د تلویزیون له لارۍ په ژوندۍ بڼه هیوادوالو ته وښودل شي.
نسیم الله دانش له کابل ښاریانو وغوښتل چې ددې سټیډیوم دپرانستې او ترسره کیدونکې لوبې نندارې لپاره سټیډیوم ته ورشي.
دیادونې وړ ده چې له دې مخکې په ننګرهار ولایت کې دغازي امان الله خان د کرکټ نړیوال سټیډیوم پرانستل شوی دی.










