پلخمري (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): په بغلان ولايت کې يوې درې ته د سراچه موټر د لوېدو له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپيان شول.
د بغلان د ترافيکو د مديريت امر سمونوال سيدعالم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د ليندۍ ٢٨مه) شاوخوا ١٢بجې د نهرين او مرکزي بغلان د ولسواليو ترمنځ د شيخ جلال په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په پېښه کې د سراچې موټر درې سپرلي مړه او شپږ نور ټپي شوي دي.
نوموړي د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه ناخبري وښوده، خو ويې ويل، چې په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون يوه ډاکتر خليل نرمګوى پژواک ته وويل، چې روغتون ته درې مړي او شپږ ټپيان وروړل شوي دي.
د هغه په وينا، د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او کېداى شي ولايتي روغتون ته ولېږدول شي.
يوه عيني شاهد عين الدين پژواک ته وويل: “د سړک سور کم دى او موټر په ډېر سرعت راغى، ويې نه کولاى شو ځان کنټرول کړي او درې ته ولوېد.”
هغه زياته کړه، چې خلکو د پوليسو په مرسته له موټر نه درې مړي او شپږ ټپيان رايستلي او روغتون ته يې يوړل.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې هم د مرکزي بغلان په ګرداب سيمه کې له يوه فلاينکوچ سره د يوه ٣٠٢ موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه او اوه نور ټپيان شوي وو.










