منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د بدخشان د دوولسو ولسواليو لارې وتړل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

فیض اباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): په بدخشان ولايت کې د سختو واورو اورېدو له امله د دغه ولايت د دوولسو ولسواليو مواصلاتي لارې وتړل شوې.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې اورښت له تېرې شپې راهيسې پيل شوى ده.

د ده په وينا، په دغو ولسواليو کې د شوې واورې جګوالى تر يو متر پورې رسېدلى دى.

راسخ زياته کړه، چې نن (د ليندۍ ٢٩مه) د دغه ولايت له مرکز څخه دوولسو ولسواليو ته غځېدلې لارې بندې شوې او د پاکولو کار به يې د اورښت له بندېدو سره پيل شي.

د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله امیری پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د نسي، مامي، راغستان، شکي، کوفاب، خواهان، یاوان، شهربزرگ، تشکان ولسواليو لارې د واورې له امله بندې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو ولسواليو د خلکو لپاره د خوراکي توکو او ژمنيو مرستو د رسولو لپاره له تاجکستان سره د پولې له لارې هڅې پيل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو ولسواليو نفوس د ٣٠٠ زرو تنو په شاوخوا کې اټکل شوى او اوسمهال په واورو کې راګير دي.

د لارو بندېدو او لري والي له امله د پژواک خبريال نه دى توانېدلى څو د دغو ولسواليو د خلکو نظرونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لړم په مياشت کې هم د واورې د پرله پسې اورښت له امله د بدخشان د نسي، شکي، مایمي، کوفاب، خواهان، راغستان، کوهستان، یاوان او شغنان ولسواليو لارې بندې شوې او په دغو ټولو سيمو کې شاوخوا ٥٠٠زره زده کوونکي ښوونځيو ته له تلو پاتې شول.