خوست (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): په خوست کې د امريکا د نړيوالې پرمختايي ادارې او ښاروالۍ له خوا د ښار پاک ساتلو تر عنوان لاندې د اتو لوبډلو تر منځ د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د ليندۍ په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ نن سهار د خوست ښار د پروژې په باغ کې د (USAID) او د خوست ښاروالۍ له خوا پيل شوې.
ده وويل، چې دغه شل اوريزې سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.
د هغه په وينا، له دغو سياليو يې موخه د ښار د پاک ساتلو لپاره د ښاريانو هڅول دي.
نوموړي وويل، چې په سياليو کې د خوست د مرکز او بېلابېلو ولسواليو اته لوبډلې په خپلو کې سره سيالۍ کوي.
د المپيک امر وويل، چې د کرکټ يادو لوبډلو ته د خوست ښاروالۍ او يو، اېس، اى ډي له خوا جامې او نور لوازم هم ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د دغو سياليو په جوړېدو به لوبغاړي هم وهڅول شي او خلک به هم دې ته متوجې کړي، چې د ښار په پاکونه کې پوره برخه واخلي.))
په خوست ولايت کې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) استازي عبدالمنان پژواک اژانس ته وويل، په خوست کې يې د عامه پوهاوي په موخه د خوست له ښاروالۍ سره يو ځاى د کرکټ دغه سيالۍ پيل کړې دي.
نوموړي د دغو سياليو د لګښت په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې مالي لګښت يې په خوست کې د يو اس اى ډي موسسې پر غاړه دى.
د هغه په وينا، په نږدې راتلونکې کې به د واليبال، فوټ بال، تکواندو او کانګفوتوا نورې سيالۍ هم د عامه پوهاوي په موخه پيل کړي.
د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د کرکټ لوبډلې کپتان نشان الدين اهنګر پژواک اژانس ته وويل، دوى دغو سياليو ته ډېر خوښ دي او د دوى په روزنه کې به ډېر رول ودرلودلاى شي.
د ده په خبره، له دغو سياليو سره به د ښار پاکوالي ته د خلکو پاملرنه هم زياته شي.
د يادونې ده، چې يوه اونۍ وړاندې په خوست ښار کې د کرکټ درې مياشتينۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې او د خوست د ايلېون سټار لوبډلې په ګټه تمامې شوې.










