زرنج (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د نيمروز ولايت مسوولينو په زرنج ښار کې د سخت توفان، باد او دوړو له امله بېړنى حالت اعلان کړى، دولتي ادارې او ښوونځي يې تر ثانوي خبرتيا پورې رخصت کړي دي.
د نيمروز د والي مرستيال قاسم خدري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې توپان تېر مازديګر پيل او له نيمې شپې راپه دېخوا ډېر تېز شوى دى.
د هغه په وينا، د دغه را ولاړ شوي توپان له امله، چې دوړي او غبار يې رامنځته کړى، د دغه ولايت مسوولينو پرېکړه وکړه، چې تر ثاني خبرداري دي د برېښنا له رياست، روغتونونو او کمرک پرته دې نورې ټولې دولتي ادارې او ښوونځي تړلي وي.
خدري وويل، چې دغه پرېکړه د ناروغيو او په ښار کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه شوې ده.
همدارنګه سرچينې زياته کړه، کېداى شي هغه کورونه، چې د روانې شګې په مخ کې دي، تر شګو لاندې شي، له همدې امله بېړنى حالت اعلان شو.
د نيمروز د هوا پېژندنې امر محمدامين پژواک ته وويل: “د توفان ګړندى توب په يوه ساعت کې ٨٠ کيلومتره اټکل شوى دى.”
د هغه په وينا، په زرنج ښار کې د ليد وړ ساحه نږدې پنځه متره ده او د پليو لارويانو او چلوونکو لپاره له هغه زيات د ليدو وړ نه ده.
هغه زياته کړه، چې د څېړنو له مخې کېداى شي توپان، ګرد او غبار تر سبا يا تر دوو نورو ورځو دوام وکړي.
د نيمروز د پوهنې رييس عبدالخليل رحماني پژواک ته وويل، چې د ګرد او غبار او روانې شګې له امله ١٢٨ ښوونيز مرکزونه تړل شوي دي.
د هغه په وينا ، نږدې ٦٩زره زده کوونکي هم له همدې امله نن ښوونځيو ته نه دي راغلي.
د نيمروز د ولايتي روغتون يوه ډاکتر سيد خليل شاه کاظمي پژواک ته وويل، چې دغه ګرد او غبار به د تنفسي سيستم ناروغۍ لکه ټوخى او رېزش زيات کړي.
سرچينې زياته کړه، چې دوى د احتمالي ناروغانو لپاره ټول لازم تدابير ترلاس لاندې نيولي دي.
کاظمي له خلکو وغوښتل، څو په ناروغيو د اخته کېدو د مخنيوي لپاره له ماسک نه کار واخلي او په ښار کې له اړتيا پرته ونه ګرځي.
همدارنګه د دغه توپان له امله د زرنج ښار بازار په بشپړه توګه بند شوى دى.
د زرنج ښار يوه اوسېدونکي شاه ولي پژواک ته وويل: “نن موږ ته وويل شول، چې له کورونو ونه وځو او خبر شوم، چې ټول بازار تړلى دى.”
د هغه په وينا، دوى د ناروغيو د مخنيوي په موخه له کوره نه دي وتلي.
د يادونې ده، چې د دوبي په موسم کې د ١٢٠ ورځنيو په نوم بادونه هر کال په نيمروز ولايت کې رامنځته کېږي، چې له امله يې ګرد او غبار هم ډېر وي، خو دغه لومړى ځل دى، چې د مني د موسم په وروستيو کې په دغه ولايت کې دومره تېز پوپان رامنځته کېږي.
همدارنګه د لومړي ځل لپاره په نيمروز ولايت کې د شديد توپان له امله د دغه ولايت د چارواکو له خوا بېړنى حالت اعلانېږي، ادارې او ښوونځي تړل کېږي.










