منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست ښار له سړکونو د موانعو د لرې کولو کمپاين پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩٠): په خوست ښار او د شاوخوا سيمو د سړکونو په منځ کې د موانعو د لرې کولو لپاره د والي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو له لوري عمليات پيل شول.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په ښار کې د موانعو د لېرې کولو پر مهال خبريالانو ته وويل، دوی غواړي هغه ستونزې، چې د سړکونو د بندېدو له امله خلک ورسره مخ دي، حل کړي.

هغه زياته کړه، ټول هغه سړکونه چې په ښار او يا شاوخوا سيمو کې د امنيتي دلايلو له مخې د موانعو په درولو بند شوي، خلاصېږي او خلک به په ازادانه ډول تګ راتګ وکړي.

په خوست ښار کې د امنيه قوماندانۍ او دولتي مېلمستون ودانۍ شاوخوا کوڅې، د والي د کور تر مخ تېر شوی سړک او دغه راز په ښار او شاوخوا سيمو کې د يو شمېر امنيتي پوستو تر څنګ ګڼ شمېر نورې کوڅې او سړکونه د امنيتي دلايلو له امله د پوليسو له لوري د موانعو په درولو سره بند شوي وو.

د ورځې په اوږدو کې د موټرو او خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ياد شوي سړکونه او کوڅې د ډېر وخت لپاره د ترافيکو پر مخ تړلي پاتې وي؛ خو نعيمي وايي، چې دغه ټولې ستونزې به د موانعو په لرې کولو له منځه لاړې شي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه، چې تر خپله وسه پورې به په ښار او يا شاوخوا سړکونو کې موانع لرې کړي؛ خو هغه له موټر چلوونکو وغوښتل، چې له ترافيکي اصولو کار واخلي.

د يو بل خبر له مخې، د خوست ښار لوېديځ ته په اداري کمپلېکس کې د پسته خانې لپاره د ودانۍ بنسټ ډبره د ياد شوي ولايت د والي له لوري کېښودل شوه.

نعيمي د بنسټ ډبرې د ايښودو پر مهال خبريالانو ته وويل، ياده شوې پسته خانه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په څه دپاسه درې ميليونه افغانيو لګښت جوړېږي.

هغه زياتوي، د دې پسته خانې په جوړېدو سره به يادې شوې سيمې ته د شيخ زايد پوهنتون، د ګمرکي تاسيساتو، د نوي ملکي روغتون، د ازادۍ مېنې او د زرګونو نورو کورنيو لپاره به د پست، ټېلېفون او انټرنټ اسانتياوې برابرې شي.