سرپل (پژواک ٢ مرغومى ٩٠): وسله والو طالبانو د سرپل ولايت په مرکز کې د اتصالاتو او روشن مخابراتي شرکتونو دوه انتنونه وسوځول.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير د مرغومي په دوهمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيد اباد کلي د تختې په سيمه کې د قير سړک په دوه کيلو مترۍ کې، د اتصالاتو او روشن مخابراتي شرکتونو انتونه سوځول شوي دي
هغه زياته کړه، دا چې د سوځېدنې پر مهال په سيمه کې څوک نه وو، چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د دې دوو شرکتونو له لارې ټېلېفوني اړيکې غوڅې شوې دي.
نوموړي وويل، چې تراوسه د دې پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي؛ خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د سيد اباد په کلي کې يوه قومي مشر تحصيلدار شمسي پژواک خبري اژانس ته وويل: “وسله وال کسان د شپې راغلل، انتنونه يې وسوځول او وتښتېدل.”
هغه وويل چې وسله وال کسان پر موټر سايکلونو راغلي وو او زياته يې کړه، چې د اتصالاتو او روشن له شبکو نه ټېلېفوني اړيکې له تېرې شپې راپدېخوا غوڅې شوې دي.
پژواک خبري اژانس له زياتو هڅو سره سره بريالى نه شو، څو د دې شرکتونو د چارواکو نظر واخلي.
د دې انتنونو د سوځولو مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو دوو شرکتونو د هغوى له لايحې نه سرغړونه کړې وه او په پايله کې يې همدا برخليک شو.










