منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سکرو له کان څخه د مړو د لېږد پر مهال يوتن مړ او لس نور مسموم شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

پلخمري ( پژواک٤ مرغومى ٩٠ ): دهغو کسانو له ډلې څخه چې د نهرين ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې يې د پاتې شويو مړو د راوېستلو هڅه کوله ، يوتن مړ او لس نور مسموم شول.

په دې کان کې هغه مهال تېره ورځ اور ولګېد، چې ١١ تنه کارګران د ډبرو سکرو د را وېستلو لپاره د نهرين ولسوالۍ د چنارک کان ٤٠٠ متري صوف ته ننوتل ، خو د ګازو د مسموميت له امله ټول مړه شول.

ددې صوف خاوند محمد امان نن د (مرغومي په ١٤مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر تېرې شپې پورې اوه مړي له صوف څخه راووېستل شول او خلک د څلورو نورو مړو د راوړلو لپاره صوف ته دننه شول.

دهغه په وينا، د اورلګېدنې او ګازو د خورېدو له امله ددې کسانو له ډلې څخه هم يوتن مړ او لس تنه نور مسموم شول.

سرچينې زياته کړه چې مسموم شوي کسان د نهرين ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته وړل شوي  دي .

د سيمې يوه اوسېدونکي ابراهيم پژواک ته وويل : ” چارواکو د مړو د لېږد لپاره هېڅ کار ونکړ او خلکو تېره شپه پرېکړه وکړه ، چې مړي په خپله راوباسي. “

هغه زياته کړه چې په صوف کې شديد اور لګېدلى ، چې له امله يې يوتن مړ او لس نور، چې وتوانېدل له صوف څخه راووځي، مسموم شول.

د نهرين ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر محمد ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تراوسه لس تنه ، چې د ګازو له امله مسموم شوي، دې کلينيک ته راوړل شوي دي .

هغه ددې کسانو روغتيايي وضعيت ښه وباله .

د يادونې ده ، چې په نهرين ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کانونه موجود دي، چې دولت او چارواکو خلکو ته ددې کانونو د وېستلو اجازه ورکړې ده .