جلال اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د تورخم-جلااباد پر لويه لار په يوه ترافيکي پېښه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
دا پېښه نن (د مرغومي ٥مه) سهار نهه بجې د جلال اباد– تورخم پر لويه لاره د مومند درې ولسوالۍ اړوند، مارکو بازار ته څېرمه په اته ويشتمه وياله کې رامنځته شوې ده.
د مومند درې ولسوال نوراغا کامران پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نړيوالو ځواکونو يو زغره وال موټر د تورخم لور ته په لاره و او له سړک څخه د وتو پر مهال يې له يوه ملکي کرولا موټر سره ټکر کړى دى.
هغه زياته کړه، چې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې يو بل موټر له ياد کرولا موټر څخه د مخکې کېدو په حال کې و.
ولسوال وويل، چې د ناټو ځواکونو موټر چپه شوى، چې له امله يې د ملکي کرولا موټر څلور سپرلي ټپي شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د غني خېلو روغتون يوه ډاکتر، چې نه يې غوښتل نوم واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل، چې د دوو ټپيانو حالت مرګونى دى.










